علامه اقبال او زما ډایري
د اېن فرانک د ډایرۍ تر تلپاتي بریا وروسته، زما ډایري هم له څه مودې راهيسي پر تاخچه پرته هره شپه رډ رډ راته ګوري. هر سهار له تاخچې را کښته سوې پر مېز ولاړه په عجیبو هیلو او تمو، سترګي راسره څلور کړي. بې له دې چي څه ووایي، په چوپتیا زارۍ راته کوي چي د هغې ګاډفادر، یعني پالندوی سم، د بریا زینه ئې سم او د شهرت تر لوړو څوکو پورې ورسوم!
هغې هم د شاهکارو کتابونو په څېر دا خوب لیدلی دئ چي یوه ورځ به زما د کوټې له دوړو ډکو الماریو څخه وځي او د شهرت ځلانده نړۍ ته به لاره مومي. که ئې قسمت دومره مهربانه نه وي چي له نومیالیو سره ئې پر سرې غالۍ وګرځوي، لږ تر لږه دي له خپله توره بخته دا تمه خو ولري چي طلايي پوښ ور په برخه کړي، د کتابپلورنځیو تر ښیښو ورسېږي، او هلته د «غوره لسو پلورل سوو کتابونو» په کتار کي په ویاړ ودرېږي. کې ادبي جایزې په نصیب نه وي، نو لږ تر لږه دي هغو نامي خپرندویو بنسټونو ته ورسېږي، چي زما خپلو لیکنو ته د کتلو زحمت نه باسي.
رشتيا خبره خو دا ده چي زه هم د دې د وسوسو ښکار سوم. آخرخو به د هغې د رنګين پوښ په کوم ګوټ کي زما نوم هم ورسره چاپ سي، تاوان خو ئې هیڅ نه سته ګټه ئې لا اضافه وینم.
نو دا دئ، زما د ډایرۍ لومړۍ پاڼه هم له همدې ځايه پيلېږي.
خو تر دې دمخه چي څوک نيوکه راباندي وکړي چي ولي مي «د خاطراتو کتابچه» نه، بلکه «ډايري» ليکلې ده، نو اجازه راکړئ خپل د ځان لږ دفاع وکړم. ما خو پر تاسي هېڅ وخت دا اعتراض نه دئ کړئ چي ولي مو جېبونه، کورونه او ژبي له موبايل، کمپيوټر، فېسبوک، انسټاګرام، ټيکټاک، ټلوېزيون، راډيو او ويډيو څخه ډکي کړي دي. نو مهرباني وکړئ، په دې معیاري ژبي کي مو له پردۍ ژبي څخه راغلي يو بل کډوال ته هم ځای ورکړئ؛ زما و «ډايرۍ» ته، مننه!
اوس که د سوچه او ناسوچه دا لانجه مو له ذهنه وتلې وي نو راځئ چي ډايري پرانیزو.
زما ډايري نه. اول به د علامه محمد اقبال ډايرۍ ته سر ور ایسته کړو.
ډېری خلک اقبال د شاعر او فلسفي لیکوال په توګه پېژني، خو لږ کسان خبر دي چي هغه ډايري هم لیکلې ده؛ لنډ یاداښتونه، تېرېدونکي فکرونه، نیمګړي خیالونه؛ ښايي هغه اندونه چي د شعر تر قافیې لوی نه ول، خو د ده د ډايرۍ د پراخو پاڼو په غېږ کي ئې سر ایښولای سوای. د هغه د ډايرۍ پنځه ويشتم یاداښت د افغانستان په اړه دئ.
په زړه پوري خبره دا ده چي د شعر اقبال او د ډايرۍ اقبال، د یوه انسان دوې بېلابېلي څېرې ښکاري.
شاعر افغانستان د هيلو په سترګو ويني او د شعر یوه برخه ئې څه داسي ده:
درنهاد ما تب وتاب از دل است
خاک رابيداري وخواب ازدل است
تن زمرگ دل ديگر گون مي شود
در مسا ما تش عرق خون مي شود
ازفساد دل بدن هيچ است هيچ
ده بردل بندوجز بر دل مپيچ
آسيا يک پيکر آب وگل است
ملّت افغان در آن پيکر دل است
از فساد او فساد آسيا
درگشاد او گشا د آسيا
تا دل آزاد است آزاد است تن
ورنه کاهي در رهي باد است تن
همچوتن پا بند آين است دل
مرده ازکين زنده ازدين است دل
قوّت دين از مقام وحدت است
وحدت ار مشهود گردد ملّت است
…
خو ډايري لیکونکی اقبال ئې د تاریخ په سترګو لولي او بیا دا لیکي:
The Future of Afghanistan
The verdict of history is that buffer states have never been able to form themselves into great political units. So was the case with Syria a buffer state between the Empire of Rome and that of Persians.. It seems difficult to forecast the future of Afghanistan.
یعني:
د افغانستان راتلونکی
د تاریخ قضاوت دا ښيي چې حایل دولتونه (بې طرفه هيوادونه چي د دوومخالفو هيوادونو په منځ كى پراته وي) هېڅکله د لویو او پیاوړو سیاسي واحدونو په بڼه نه دي راڅرګند سوي. د سوریې برخلیک هم د همدې تاریخي حقیقت څرګندونه کوي، هغه هېواد چې د روم او فارس د سترواکیو ترمنځ د یوه حایل دولت په توګه واقع وو. له همدې امله، د افغانستان د راتلونکي په اړه وړاندوینه کول چندان اسانه نه برېښي.
د ده ډايري به بنده کړو. پر تاسو به دا ټکي بد لیګېدلي وي، زما خو دا کرښي هېڅ نه سوې خوښي ، نه هم زما د ډايرۍ. آخر، ډايري هم احساسات لري، افغانه ده. خو چي دا زما خپله ډايري ده، نو اجازه راکړئ چي د هغه د دې یاداښت په اړه زه هم خپل څو ټکي د دې ستر فیلسوف د روح په نامه ثبت کړم او قلم د خپلې ډايرۍ پر لومړۍ تشي کرښي کښېږدم.
اتمه د جولای ۲۰۲۶ کال
قدرمن اقبال صاحب!
په مهاجرت کي موږ ته په ښوونځي کي ویل کېدل چي تا د پاکستان خوب لیدلی وو. خو تاریخ د ښوونځیو له کتابونو سره ډېر جوړ نه راځي، وخت په وخت ئې اصلاح کوي. هغه امپراتوري، چي سیوري ئې ستا اندېښنې راپارولي وې، بالاخره ولاړه. خو له بده مرغه، د امپراتورۍ دود پر خپل ځای پاته سو.
نن هم پولي پر خپل ځای ولاړي دي، حایل دولت لا هم سته، او د سترو قدرتونو لوبه لا هم روانه ده، یوازې جامې ئې بدلې سوي دي، مذهب ئې بدل کړی دئ، پوست ئې له سپینه تور ته اوښتی او ویناوې ئې نوي سوي دي. لوبغاړي بدلېږي، خو سټېج لا هماغه دئ، چي تا ئې ننداره کوله!
په فکر کي دي ډوب کړم اې عظیمي ارواح!
که په هغه شپه، چي تا د پاکستان خوب لیدی، بې خوبي درباندې راغلې وای، څه به سوي وای؟
که هغه خوب دي نه وای لیدلی، او پر ځای دې په خپلي ډايرۍ کي یوه بله پاڼه لیکلې وای یا هم د شعر الهام خوب ته نه وای پرې اېښی، نو څه به سوي وای؟
کاش چي شپه دي د ورقو په توري او ټېکې تېره کړې وای، بیده سوی نه وای، نه به دي دا خوب لیدی نه به خلکو هغه جدی اخیستای او د امپراتورۍ زوی به ئې همدلته پاته کاوه.
شاید ستا د ډايرۍ یو بل یاداښت به افغانانو ته تر دې خوب ډېر ګټور تمام سوی وای. ځکه تاریخ، د ډايرۍ په پرتله، نوري سپیني پاڼي نه لري چي خپلي تېروتني پکښي سمي کړي.
محمدسمیع صادق



