نوي لیکنې

ستلُج فلم او زما ډایرۍ

ستلُج فلم او زما ډایرۍ

له تېرو څو ورځو راهیسي د ستلج په نوم فلم د ټولنیزو رسنیو، ادبي کړیو او د بشري حقونو د فعالانو ترمنځ د بحث توده موضوع ګرځېدلې ده. که يوټیوب ته ورسم، فېسبوک ته ور ننوځم، ورځپاڼي لولم بس همدغه د ستلُج کیسې دي. تر څنګ مي تل پرته ډایرۍ هم هر څه راسره ویني او تر ما بدتره د انسان د حیوانیت په اړه په فکرو کي ډوبه سي.

نن ئې په سترګو کي عجیبه تقاضا ځلېدل. د هغې د سترګو په رمازه پوه سوم چي څه غواړي. پر چیغه مي کړه:

«ته لېونۍ سوې یې که څه بلا؟ زندان ته مي غواړې واستوې که قبر ته؟ بخښنه غواړم! پر دې موضوع څه نه سم لیکلای! بیا راته و نه وايې، بس خلاص! پر هغه سړي چي د همدې فلم کیسه ولاړه ده، هم ونیول سو، هم بې محکمې ووژل سو.»

بیا مي لږ ږغ کرار کړ، ورته ومي ویل:

«ګوره، دا بېځایه غوښتني پرېږده! که د میني شعر راڅه وغواړې، سمدستي به ئې درته ولیکم. که د ګل، باران، سپوږمۍ او عاشقۍ خبري وي، سل پاڼي به دي توري کړم. خو دا خبري؟ دا موضوع نه ده، دا د باروتو ډک میدان دئ.»

«که حکومت مي بندي نه کړي، ژوند به ښه سم را تریخ کړي. حکومت خو هلته پرېږده، زموږ خلک مي ولله تر وهلو په ځغلولو ستړی کړي! یو به وایي زموږ د ګوند پر خلاف دي ولیکل، بل به وایي زموږ د تحریک سپکاوی دي وکړ، درېیم به وایي د نظام مخالف یې، څلورم به وایي د حکومت ملاتړ نه کوې. لنډه دا چي هر څوک به یو دلیل پیدا کړي چي پر ما بېچاره قلموال به په پېخر لعنت ووایي.»

نو په پرېکنده توګه مي ورته وویل:

«نه! پر دې موضوع به یو توری هم ونه لیکم. تر تېره سه، خبره ختمه!»

ډایرۍ لږ شېبه غلې سوه. وروسته په طعنو سوه:

«ته هم ځان اهلِ قلم بولې؟»

سر مي کښته سو.

بیا ئې وویل:

«نو داسي وکړه چي دا قلم دي مات کړه او پر ځای ئې بنګړي په لاس کړه. نن خو هغه ښځي چي بنګړي ئې په لاسو دي، تر تا په ډېر جرئت لیکني کوي. ته څنګه ځان قلموال بولې؟ یا ما څیري که او اور ته مي واچوه، او یا هم کښېنه او وې لیکه!»

رشتیا دا دي چي کله یو سړی له خپلي ډایرۍ څخه د بې غیرتۍ پېغور واوري، نو نور به د انکار کولو جرئت څنګه ورته پاته سي. نو مي قلم راواخیست او د ډایرۍ په سینه کي مي لیکل شروع کړه:

۱۰ د جولای ۲۰۲۶

ګراني ډايرۍ!

ستلُج فلم، چي اول ئې نوم Punjab 95 وو، د هندي سینېما هنرمند دلجیت دوسانج هغه جدي هنري تجربه ده چي د جسونت سینګ کالړا د ژوند او مبارزې کیسه انځوروي. کالړا هغه انسان وو چي د پنجاب د زرګونو ورک سوو یا هم غایب کړل سوو کسانو د دوسیو تر شا د حقیقت د موندلو لپاره ودرېد، په داسي حال کي چي پوهېدی د همدې حقیقت بیه به ښايي د ده په ژوند تمامه سي.

د فلم په اړه مي دومره لیکني ولوستلې چي زړه مي سو ژر تر ژره ئې پیدا کړم. ډېر کوښښ مي وکړ چې فلم وګورم، خو هر ځل به چي په یوټیوب کي چا پورته کړی وو، څو شېبې وروسته به بېرته حذف سو. کله به شل دقیقې وکتل سو، بیا به ورک سو، بل ځل به مي بل کانال کي پیدا کړ، چي دا ما به شروع کړ هلته به يوټیوب بېرته لیري کړ. عجیبه دا وه چي هر ځل د فلم حذف کېدل زما تلوسه لا پسې زیاتوله. د هند حکومت وايي د دې فلم کیسه د ۱۹۸۵ او ۱۹۹۵ م. کلونو تر منځ ده، خبره پخوانۍ ده نور اهمیت نه لري. نو که کیسه دومره بې ارزښته وي، ولي ئې د پټولو هڅه کېږي؟

خو تر دې فلم هم زیات، زما ذهن خپل وطن ته ولاړ.

ما ته د پنجاب کیسه نوې نه ښکارېده. ما پکښي د افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو انځور لیدی.

زموږ د هېواد په معاصر تاریخ کي حکومتونه بدل سول، بیرغونه بدل سول، شعارونه بدل سول، ایډیالوژۍ بدلې سوې، خو یوه خبره بدله نه سوه؛ هغه دا چې انسان به کله نا کله له قانون څخه ورک سو. نه محکمه وه، نه مدافع وکیل، نه د دفاع حق، نه و کورنۍ ته خبرتیا بس یو شپه به څوک راغی، یو انسان به ئې په زوره له کوره کش کړ او بیا بې د تل لپاره پسې ورک کړ.

د اول جمهوریت له قتل وروسته د نوي رژیم پر مهال زرګونه دیني عالمان، پوهان، لیکوالان، استادان، شاعران او سیاسي مخالفین یا ووژل سول او یا داسي ورک سول چي تر نن ورځي ئې اولادونه د قبر په ادرس پسې ګرځي. د عبدالغفار بریالي نوم چي یادېږي، سینه مي درنه سي. د عبدالرب اخوندزاده نوم چي واورې، د یوې زمانې د علم یاد درسره تازه سي. او د موسی شفیق نوم...اوف، پر زړه مي داغ څه کوې چي ناسور دئ. دا خو هغه نومان دي چي پر خوله مي راغله، په زرهاوو نور نېک انسانان تورو ښامارانو تېر کړل.

له بده مرغه، د هغه نظام له پای ته رسېدو سره دا لړۍ ونه درېده.

د کورنیو جګړو پر مهال هم د غچ، انتقام او سیاسي دښمنۍ په نوم ډېر کسان ووژل سول. ډله ییز قبرونه د افغانستان د معاصر تاریخ یوه اوږده توره ترخه پاڼه ده. قربانیان بدل سول، خو د مرګ طریقه هماغه پاته سوه.

له ۲۰۰۱ کال وروسته، که څه هم افغانستان د قانون، اساسي قانون او ډیموکراسۍ خبري کولې، جګړې بیا هم د قانون په سیوري کي روانې وې. د بېلابېلو لورو له خوا د غیرقانوني زندانونو، شکنجو او له محکمې پرته د وژنو په اړه ګڼ راپورونه خپاره سول. په همدې وخت کي د دوی مخالفینو هم سلګونه ښوونکي، ډاکټران، انجینران، قومي مشران، ژورنالیستان او هغه عام خلک ووژل چي د دوی په اند ئې له حکومت، بهرنیو ځواکونو یا مرستندویو ادارو سره اړیکه درلوده. ډېري کورنۍ لا هم نه پوهېږي چي کومي خاوري وشني او د خپلو عزیزانو هډوکي پکښي وموندي.

د ډیورنډ کرښې بلي غاړي ته هم د زرګونو پښتنو او بلوڅو کورنیو کیسه له همدې درد سره تړلې ده. داسي کورنۍ سته چي کلونه کېږي د خپلو زامنو، وروڼو او پلرونو عکسونه په لاسو کي ګرځوي، دولتونو ته په زاریو دي چي لږ تر لږه ئې د مړه یا ژوندي حال خو ورکړي. ډېر کم بېرته د مړي په بڼه راستانه سوي دي، خو ډېر زیات داسي هم دي چي تر ننه ئې د برخلیک درک نسته.

په همدې فضا کي یو سرې خولۍ والا ځوان او د هغه ملګرو د ورکو سویو کسانو د قضیې ږغ پورته کړ. که څوک ورسره موافق وي او که مخالف، یوه خبره نه سي انکارولای، همدوی دا خبره برملا کړه، د دوست او دښمن پر ژبو ئې ګویا کړه. هغوی خلکو ته دا ورپه یاد کړل چي هر ورک سوی انسان یوازې یو نوم نه دئ، تر شا ئې مور، مېرمن، څو ماشومان او بسته کورنۍ په تمه ناسته ده ، چي د هیلو او ناامېدۍ ترمنځ زنګېږي.

کله چي د ستلج فلم کیسه لولم، احساس کوم چي دا یوازي د پنجاب فلم نه دئ. دا د هر هغه انسان فلم دئ چي قانون ترې مخ اړولی دئ.

هغه څه چي زه ئې ډېر حیران کړم، هغه دا وه چي هند خو ځان د نړۍ تر ټولو لویه ډیموکراسي بولي. که ډیموکراسي پر خپلو خلکو باور ولري، نو باید د یوه فلم څخه ونه بېرېږي. فلمونه د حکومتونو تختې نه نسکوروي؛ فلمونه یوازې پوښتنې راپورته کوي. که یو فلم د درې کلونو لپاره بند پاته کېږي، لسګونه بدلونونه ځني غوښتل کېږي او بیا هم د خپرېدو څو ساعته وروسته حذفېږي، نو دا پوښتنه را ولاړېږي چي له یوه فلم څخه دومره بېره ولي؟ جواب ئې په اغلب ګومان دا دئ:

ځکه هنر هغه څه کولای سي چې سلګونه رسمي راپورونه ئې نه سي کولای.

فلم، ناول، شعر او کیسه کله ناکله هغه حقیقت ژوندی ساتي چي سیاست ئې تر خاورو لاندي کولو هڅه کوي.

زه باور لرم چي یوه ورځ به زموږ د وطن پر ورکو سوو انسانانو هم فلمونه جوړېږي. د موسی شفیق رول به هم یو ځوان لوبوي.

د هغو زرګونو بې نومه قربانیانو په اړه به هم کیسې ولیکل سي چي تر اوسه ئې د قبر ځای نه دئ معلوم. د هغو میندو په اړه به هم فلمونه جوړ سي چي تر اوسه د دروازې د ټک ږغ ته غوږ دي. هغه وخت به هم کوم څوک د حقیقت له خپرېدو وډار سي. هغه فلمونه به هم بند سي. د حافظې د وژلو هڅه به وسي خو...حقیقت ځنډېدلای سي، خو مړ کېدلای نه سي... تر ټولو قوي سانسور هم د انسان حافظه نه سي وژلای... او تر ټولو لوی زندان هم د یوې ریښتیني کیسې سفر نه سي درولای...

محمدسمیع صادق

۵کتل

ستوري

تر اوسه رایې نشته. لومړی تاسو یې ورکړئ

شریک کړئ

بیرته کور ته