نوي لیکنې

زما ډایري او د يوې بې ‌نامي افغاني ښځي روح ته يو لیک

نن مي ډایرۍ بېخي چوپه وه. نه ئې د کومي کیسې غوښتنه وکړه او نه ئې د کومې خاطرې پاڼه راته پرانیسته. غمجنه وه! ورو ئې راته وویل: «نن هغو افغانو ښځو ته د مبارکۍ لیک ولیکه چي له دې نړیه تللي دي!» په حیرانتیا مي ورته وکتل او و مي ویل: «د مرګ مبارکي؟» هغې په ژورې ساه وویل: «هو... زه هم ښځه یم. د افغانستان د ښځو هره سلګۍ زما د پاڼو تر منځ انګازې کوي. ما تل د ژوند د مبارکیو لپاره خپلي سپیني پاڼي دوی ته ساتلي وې، خو ګومان کوم زمانه بدله سوې ده، نو زه هم خپل فکر بدلوم.»

ورو مي نوې پاڼه راوړول د دې د غوښتنې په جواب کي مي دا لیک ولیکی.

 

د يوې بې ‌نامي افغاني ښځي روح ته يو لیک

۳۱ د جولای، ۲۰۲۶ م. کال

د مرګ دي مبارک سه!

ما هېڅکله دا تصور نه وو کړی چي یوه ورځ به د مبارکۍ دا کلمه هغه چا ته لیکم چي تازه ئې له دې نړۍ سترګي پټي کړي وي.

خلک یو بل ته د ودونو مبارکي ورکوي، د ماشوم د زېږېدو مبارکي وایي، د بریا، فراغت، نوي کور او نوي ژوند تبریکي ور لېږي. خو زه نن، تر غرونو غرونو بار لاندي زړه څخه،  تا ته ستا د مرګ مبارکي وایم.

نه ځکه چي مرګ ښکلی دئ. ځکه هم نه چي ما، خدای مه کړه، ستا د مرګ هیله درلوده.

بلکه په دې خاطر چي زه نه پوهېږم، په دې وطن کي چي تا پرېښود، ستا لپاره نوره کومه هیله پاته وه؟

ته په داسي خاوره کي وزېږېدې چي خپلو لوڼو ته ئې تر دې دمخه چي خپل ژوند پیل کړي، و خوبونو ته ئې د جهالت د زمانې قبرونه تیار کړي ول.

کېدای سي غوښتل دي ښوونکې سې.

یا ډاکټره. شاعره، چي د دې وطن چوپي تیارې په شعرونو روښانه کړي.

او دا هم کېدای سي ستا یوازینۍ هیله دا وه چي د افغانستان تر اسمان لاندي، بې له دې چي له چا اجازه وغواړې، په ازاده ساه وګرځې.

عجیبه نه ده، هغه خوبونه چي د نړۍ په ډېرو هېوادونو کي د هر انسان عادي حق ګڼل کېږي، ستا لپاره لوی جرم وو؟

د مرګ دي مبارک سه!

له داسي هېواده خلاصه سوې چي کتابونه پکښي شکمن او تورن سوي ول، ښوونځي چوپ ول، او د یوې نجلۍ قدمونه تر یوه مجرم ډېر څارل کېدل. فارغه سوې د داسي وطنه چي هیلو دي د کور له دروازې تر وتلو مخکي مخ پټاوه.

د مرګ دي مبارک سه!

نور به هېڅوک ستا څخه دا پوښتنه نه کوي چي ولي ښځه پیدا سوې؟ دا به هېڅوک نه درته وايي چي ږغ دي ډېر لوړ دئ، شش! ستا ارمانونه ستا تر ټاکل سوي حده ډېر لوی ول، او شتون دي تر اړتیا زیات وو.

ته له داسي ټولني ووتې چي ماشومان پکښي تر دې وړاندي چي د انسانیت معنی زده کړي، د قبیلو نومونه زده کوي .دلته خلک د خپلو نیکونو دښمنۍ په سینه کي د قرآن تر تورو ډېر په امانت ساتي.

د مرګ دي مبارک سه!

نور به د هغه سباوون انتظار نه کوې چي هره ورځ د سبا وعده کوي، خو هېڅکله نن نه راځي.

ته مخکې له دې ولاړې چي د ښه او د ښځي هم افغانستان په انتظار دي ورېښتان سپین سي. شاید همدا ستا تر ټولو لویه نېکمرغي وه. خو پام چي موږ و نه بخبښې! یو ساده حق مو هم در نه کړ. افغانستان به څوک رغوي؟ دا پوښتنه مو ستا څخه هېڅ و نه کړه ، بس خپله مو چلوی دا وطن.

زما مبارکي د خوښۍ نه، د اوښکو مبارکي ده.

هیله لرم په جنت کي به هېڅوک له تا دا ونه پوښتي چې د کوم وطن یې. یوازې به دي هرکلی وکړي.

هیله لرم هلته به داسي ښوونځي وي چي دروازې ئې هېڅکله نه تړل کېږي. داسې کتابتونونه چي پکښي هېڅ کتاب ممنوع نه وي. داسې باغونه چي ښځي پکښي بې له بېري په کټ کټ خاندي. داسي لنډۍ چي هېڅوک ئې غلي نه کړي.او تر هر څه مهمه، داسي خوبونه چي د چا اجازې ته اړتیا ونه لري.

او که له هغه ارام ځایه دي کله هم د افغانستان غرونو ته هوا وسوه، و خفګان ته اړتیا نسته! د نجونو په پیکي که د پسرلي د بادامو ګلان ووینه. د مور د لاس د تناره  تازه ډوډۍ خوشبو حس کړه.

هغو ماشومانو ته ځیر سه چي کوڅې ئې د ناوکیو د ودونو په شور ډکي کړي دي. هغه سپین ‌سري چي د توت تر ونو لاندې چای څښي. او هغو میندو ته موسکی سه چي دعاوي ئې د دې وطن وروستۍ پناه ده. کاش چي نور هر څه هېر کړې.او که دا هم هېرول ابدي ژوند درته اسانه کوي، دا هم هېر کړه.

زما نا اشنا خورې! د مرګ دي مبارک سه! خدای ته ووایه چي د ښځو نوري ارواح دلته مه را لېږه تر څو د دې وطن خلکو دا نه وي زده کړي چي ملت د خپلو لوڼو په پټولو نه ږغورل کېږي.

ګراني خوري د مرګ دي مبارک سه! داسي مبارکي چي په رپېدلي لاس لیکل سوې ده، او د داسې زړه له ژورو راوتلې چي لا هم، د هیلو د مرګ منلو ته نه دئ حاضر.

محمدسمیع صادق

۵کتل

ستوري

تر اوسه رایې نشته. لومړی تاسو یې ورکړئ

شریک کړئ

بیرته کور ته