د عبدالمالک بېکسیار نثر
ساده برېښي خو آسانه نه دئ
لومړۍ برخه
لوستونکي، زما په اند، دوه ډوله وي: یو هغه چي کتاب د عقل او فکر په ترازو تلي، او بل هغه ، زما غوندي، چي تر لوستلو مخکي ئې اول په سترګو اندازه کوي. زما په څېر اماتور لوستونکي لا یوه کرښه هم نه وي لوستې چي سترګي ئې د کتاب له لومړۍ پاڼي تر وروستۍ پوري وځغلي او که دا واټن اوږد ورته ښکاره سي، کتاب په کراره بند کړي، او له ځان سره ووایي: «چې وخت پیدا کړم بیا بې ولولم.»
«چي وخت پیدا کړم» ښايي د ننني انسان تر ټولو خوږ او تر ټولو غولوونکی خیال وي. وخت هیڅکله د ګلانو ګېډۍ په لاس زموږ تر دره نه راځي. که موږ د خپل مصروف ژوند له منګولو د لوست لپاره په شعوري ډول څو شېبې را و نه باسو، نو ټول عمر به هماغه کسان یو چي د هر کتاب په اړه یوازي دومره وایي: «یو ورځ به ئې ولولم.»
په انګلیسي ژبه کي یوه مقوله ده:
We live in a world of instant gratification
یعني موږ په داسي زمانه کي ژوند کوو چي هر څه سمدستي غواړي. همدې ذهني عادت زموږ نړۍ د اختصار پر لور ټېل وهلې ده؛ یو داسي وخت دئ چي هر څه پکښي ورځ تر بلي لنډېږي. فلمونه په څو ثانیو ریلونو راټول سوي، کیسې مایکرو فکشن ته راټیټي سوي، پیغامونه په ایموجیو بدل سوي او خاطرې تر ورکېدونکو سټوریو محدودي سوي دي. ټولنیزو رسنیو زموږ ګوتي دومره تېزي کړي دي چي تر ذهنونو مخکي منډي وهي.
اوس اکثره وخت د یوې لیکني ارزښت مخکي تر دې ټاکو چي ذهن ته د یوې فقرې د لوست زحمت ورکړو. آن ځیني ستر ادبي شاهکارونه هم ځکه نیمګړي پرېږدو چي اوږده راته ښکاري.
کله چي د بېکسیار صاحب د نثري ټوټو دا ټولګه، شرم له سپي، زما لاس ته راغله، ما هم همدا بېانصافي ورسره وکړه. نژدې شپږ سوه مخه! کتاب مي په لاس کي ونیوی، څو پاڼي مي واړولې، له لومړۍ پاڼي مي تر وروستۍ له نظره تېر کړ، او بې اختیاره مي داسي احساس وکړ لکه څوک چي د ایورېسټ غره ته د ختلو بلنه راکوي. په ډېر درناوي مي په المارۍ کي کښېښاوه او له هغه زوړ، آشنا عذر سره مي ځان قانع کړ:
«ژر به ئې ولولم.»
خو هغه «ژر» څو میاشتي وروسته راورسېدی. لږ وخت مي له کورني کاره غلا کړ، له ورځني ژونده مي هم څو شېبې را بېلي کړې، او آن د بل هېواد د سفر پر مهال مي دا کتاب هم له ځان سره همسفر کړ. ورو ورو، پاڼه په پاڼه، مخ پر پورته د دې اېورېسټ سر ته روان وم. کله کله به د لوست په دې سفر کي تم کېدم، په دې خاطر نه چي ستړی کېدم، بلکه، ځکه چي شاوخوا منظرو د فکر او تأمل غوښتنه کوله. لکه څنګه چي غرختونکی د غره څوکي ته په یوه ساه نه رسېږي، همداسي یو جدي لوستونکی هم وروستۍ پاڼي ته بې له تم کېدو، بې له ژوري ساه، بې له حیرانتیا او بې له دې چي شا ته، وهلي لار ته یو ځل بیا ونه ګوري، نه رسېږي.
ورو ورو مي دا احساس له منځه ولاړی چي ګواکي کتاب لولم، داسي راته اېسېده لکه لوړوالي ته چي خېږم.
د کتاب هره خاطره د غره یوه بله اوږه وه، هره یادونه تاو راتاو لاره، او هر فکري تمځای د شپې له تیارې مخکي یو نوی کمپ. کله به جملې د ډبرو په تېرو څنډو بدلېدې او هر ګام به ئې احتیاط غوښتی، او کله به د هوارو میدانونو په څېر پراخې سوې چي ذهن به پکښي دمه اخيسته. د نوستالجیا درې، د طنز جګي څنډي وې، د ژوند د تجربو سیندونه ول، او کله کله به داسي لوړ ځای ته ورسېدم چي له هغه ځايه به د انسان طبیعت تر افقه هم ليري غځېدلی ښکارېدی.
سوکه سوکه، درې اوونۍ وروسته، منزل ته راورسېدم. کتاب می آخر ته راورساوه. وروستۍ پاڼي د پای احساس نه راکاوه، داسي وه لکه اوس خو د ایورېسټ پر څوکه ولاړ یم، کښته کېږم به هم بیرته.
هر غرختونکی غواړي د خپلي لاسته راوړني یوه نښه د غره پر جګي څوکي پرېږدي؛ یو بیرغ، یو توږل سوی نوم، یا بل کوم یاد، تر څو ووایي چي یوه ورځ دی هم هلته رسېدلی وو، هلته چي غر له آسمان سره مصافحه کوي.
دا لیکنه هم زما هماغه کوچنی بیرغ دئ. اوس چي د دې ادبي څوکي پر سر ولاړ یم او شاته ګورم، هغه نژدې شپږ سوه مخه نور راته شپږ سوه مخه نه ښکاري؛ د غرونو یوه پراخه لړۍ راته ښکاري چي څوکي ئې د انسان د ژوند بېلابېلي تجربې دي. له دې لوړوالي څخه نور هیڅ شی بېل بېل نه ښکاري. هره لاره، هره ډبره او هر ویاله ناڅاپه د یوې سترې او ښکلې منظرې برخه ګرځي.
د بېکسیار کتاب هم همداسي دئ. هغه څه چي په لومړي نظر د بېلو بېلو لیکنو یوه ټولګه برېښېده، ورو ورو د انسانیت په یوه جغرافیه بدلېږي. مضمون ئې انسان او انسان پالنه ده چي وروسته به بحث پر وکړم. فعلا خو زه د همدې ادبي څوکي پر سر په سکون ناست یم؛ نه یوازي منزل ته ګورم، بلکي د هغه اوږد مزل په اړه هم فکر کوم چي تر دې ځایه مي راورساوه. او اوس چي د بېکسیار د دې کتاب په اړه د خپل تأثر لیکل پیلوم، له تاسو څخه د لږ صبر هیله لرم ځکه که د بېکسیار د کتاب لوستل د ایورېسټ غره ته ختل وه، نو ښايي د دې لیکني لوستل به له تاسو څخه و یوې غونډۍ ته د ختلو حوصله وغواړي.
څه موده مخکي، چي د بېکسیار صاحب دا کتاب، شرم له سپي، زما په لاس کي وو، یو ملګری مي راغی، کتاب ئې را نه واخیست، یوه یا دوې لیکني ئې سرسري ولوستلې، موسکی سو او په ډېري بې باکۍ سره ئې وویل:
«که د کتاب لیکل همدومره وي، نو زه هم یو کتاب لیکلای سم. دا خو یوازي خاطرې دي.»
د ده د دې خبري سره سمدستي د بېکسیار خپله یوه خبره را په یاد سوه؛ هغه خبره چي یوه ورځ ئې زموږ په یوه ادبي ناسته کي، ډېر په عادي ډول، کړې وه. ویل ئې:
«داسي کتاب (شرم له سپي) هر څوک لیکلای سي. خپلې خاطرې ولیکئ، خپلې کیسې ولیکئ، د هغو خلکو په اړه ئې ولیکئ چي لیدلي مو دي، او د هغو وړو وړو پېښو په اړه چي کله ئې موسکا دربخښلې او کله ئې اوښکي دربهيولي دي لیکل وکړئ. د نن انسان غواړي پوه سي چي د نورو انسانانو په ژوند کي څه تېرېږي، په هغه د خبرېدو تږی دئ؛ د نورو د ژوند کیسې خوښوي. نو خپلي کیسي ولیکئ، دا خو ډېرآسانه کار دئ.»
په لومړي سر کي ما هم د ده خبره ومنله چي هو کار خو ساده دئ. په رښتیا هم، د خپل ژوند لیکل، تر دې به نو نور څه اسانه وي؟ زما په خاطرو تر ما بل څوک ښه پوهېږي؟ زما د ماشومتوب کیسه به تر ما بل څوک په ډېر صداقت بیانولای سي؟ د ده د کتاب په هره پاڼه کي چي مي ګامونه مخته اخیستل ، دغه باور ورو ورو ماتېدی. اوس، چي د دې سلګونو پاڼو اوږد سفر مي بشپړ کړی، او د دې غره له لمنو څخه تر واورینو څوکو پوري راختلی یم، ځان د ده له هغې خبري سره په ډېر درنښت ډېر مخالف وینم. نه! داسي هرګز نه ده! خبري آسانه دي. خو کیسې کول آسانه نه دي. داسي لیکني په لوستلو کي ساده برېښي خو لیکل ئې آسانه نه دي. د یوه ژوند تر تېرولو او د هغه ژوند تر بیا ژوندي کولو پوري د سمندرونو واټن پروت دئ.
له هغه وخته چي لا سینما نه وه پیدا سوې او متحرک انځورونه لا پر سپینو پردو نه ښکارېدل، د نړۍ په بېلابېلو ګوټونو کي داسي سړي او ښځې اوسېدلي دي چي ټوله نړۍ به ئې پر ژبو ګرځول. د کلیو په رغو کي، د پاچاهانو په دربارونو کي، د کاروانونو په خېمو کي او د ګڼو بازارونو په شور کي به کیسه ویونکو عادي ماښامونه په نه هېرېدونکو ماجراوو بدلول.
د «زر او یوې شپې» ګمنامو راویانو، د فارس او د هند د نیمي وچې ګرځنده داستان ویونکو، د لرغوني یونان هغو راپسودانو چي د هومر حماسې به ئې په یاد ویلې، او د نړۍ بېشمېره نوم ورکو کلیوالو نقل چیانو، ټولو یوه ګډه او نادره خدايي ډالۍ درلودل، د کیسې کولو یا اورولو هنر. هغوی نه کامرې ته اړتیا درلوده، نه ارکیسټرا ته، نه اوپرا ته، او نه هم د ځانګړو باکګراونډ اغېزو ته. د هغوی یوازینۍ وسیله کلمې وې. د اورېدونکو خیال د هغوی د سینېما پرده وه. د هغوی ږغونه انځورګر ول، داسي ژوندي صحنې به ئې پنځولې چي انسان به دا هېر کړل چي فقط یوه کیسه اوري. هغوی یوازي راویان نه ول. هغوی جادوګران ول. هغوی به د ژبي په زور د اورېدونکي د خیال پر آسمان یوه شفافه پرده غوړوله، او بیا به ئې پر هغې پردې د ژوند فلمونه چلول.
او کیسه لیکل! کیسه لیکل تر دې هم ډېر سخت کار دئ. لیکوال باید لومړی د هماغو لرغونو کیسه ویونکو په څېر و اوسي؛ هغه کسان چي یوازي د خبرو په جادو به ئې زړونه تسخیرول، خو صرف همدا بسنه نه کوي. تر دې وروسته دی باید د ژبي یو صبور هنرمند هم وي، هره جمله په دومره حوصله او مینه وتراشي چي لوستونکی ګومان وکړي، دا خو بې له کوم زحمته لیکل سوې ده. حال دا چي په ادبیاتو کي تر هر څه سخته لاسته راوړنه همدا ساده ګي ده. ډېری وخت هغه یوه پاڼه چي تر ټولو طبیعي ښکاري، د ساعتونو، ورځو او آن کلونو پوشیده زحمت په ځان کي نغښتی لري.
یوه تلپاته خاطره یوازې په حافظه نه جوړېږي. هغه داسي سترګي غواړي چي هغه څه وویني چي نور ئې نه ویني؛ داسي حوصله غواړي چي د زرګونو عادي ورځو له منځه د معنی ډکي شېبې راوباسي؛ ژوره مشاهده غواړي چي د انسان روح و روان وپېژني؛ هم صداقت غواړي او هم ئې د ښوولو جرئت غواړي؛ نرم طنز غواړي، کوم چي خلک و نه ځوروي، بلکه لوستونکی موسکی کړي؛ احساس غواړي چي زړه وخوځوي، خو په احساساتو کي ئې غرق نه کړي؛ ریتم غواړي چي په څپو کي ئې لوستونکی له ځانه سره یوسي؛ خبرې اترې غواړي چي د ژوندون وږم ترې راولاړېږي، نه چي د تخیل مصنوعي رنګ ترې وځي؛ انځورګري غواړي چي مفهوم روښانه کړي، نه دا چي یوازې د ښکلا لپاره مصنوعي سينګار وي او تر ټولو مهمه دا چي لیکوال په دې ښه پوه وي چي کیسه په کوم ځای کي پای ته ورسوي. په ادبیاتو کي کله ناکله هغه څه چي نه ویل کېږي، هومره ارزښت لري لکه هغه څه چي ویل کېږي.
دا ټولي ځانګړني په تصادف نه ترلاسه کېږي. دا هغه وسایل دي چي انسان ئې د کلونو کلونو لوست، ژوند، مشاهدې او بیا بیا لیکلو په مشق خپلوي. همدا وجه ده چي ډېری لوستونکي ساده ګي او اسانتیا سره ګډوي.
کله چي یو وتلی وایلن غږوونکی ساز وهي، نغمه ئې دومره آسانه ښکاري چي انسان د هغې تر شا د کلونو ریاضت هېر کړي. همداسي د بېکسیار نثر هم لوستونکي ته دا خوږه تېروتنه ورکوي چي ګواکي هر څوک ئې داسي لیکلای سي. خو همدا احساس د هغه د هنر تر ټولو لوی ثبوت دئ. د هنر تر ټولو لوړه مرتبه هغه ده چي خپل زحمت له سترګو پټ وساتي. هر څوک خاطره ویلای سي خو هر څوک نه سي کولای خاطره په ادب بدله کړي. هر څوک د پرون کیسه کولای سي خو هر څوک نه سي کولای پرون داسي بیان کړي چي لوستونکی ئې خپله هم پرون وبولي. همدا هغه هنر دئ چي زه ئې د دې کتاب د لوست په جریان کي محو و مجذوب کړم. ما ورو ورو احساس کړه چي د بېکسیار د نثر تر شا یوازي خاطرې نه دي پرتې؛ د کلونو مشاهده، د ژبي ریاضت، د کیسې د جوړښت شعور او د انسان د طبیعت ژوره پېژندنه هم ورسره مل ده. زما په باور، د بېکسیار اصلي بریا همدلته او همدغه ده.
د هغه کتاب یوازي د خاطراتو یوه ټولګه نه ده. دا هغه یاداښتونه دي چي د هنر په تله تلل سوي دي. ساده به برېښي خو تخلیق ئې آسانه نه دئ!
نور بیا
محمدسمیع صادق



