د بېکسیار نثر
ساده برېښي
خو اسانه نه دئ
دوهمه برخه
مخکي تر دې چي د بېکسیار د نثر د هنري ځانګړنو سپړنه نوره هم وغځوو، ښه به وي چي د دې کتاب پر یوه بل مهم اړخ هم لږ تم سو تر څو دا لیکنه د یکنواختۍ خوا ته ولاړه نه سي. د کتاب پر سرلیک او هغي ادبي اصطلاح چي خپله لیکوال د خپل اثر لپاره غوره کړې ده به یو نظر واچوو. د کتاب سرلیک «شرم له سپي» دئ، او تر عنوان لاندي ئې «چکرنامه» لیکلې ده چي په دې سره بېکسیار د اثر ژانر لوستونکو ته ورپېژني.
چکرنامه
اعتراف کوم چي په لومړي سر کي دا نوم ما ته بشپړ قانع کوونکی نه ښکارېدی. دا کلمه، په خپله، خورا زړه راښکونکې او د تأمل وړ ده. د صرفي جوړښت له پلوه د دوو اشنا ټکو، «چکر» او «نامه» له یوځای کېدو څخه جوړه سوې ده. «نامه» د فارسي او پښتو د لرغوني ادبي دود یوه پېژندل سوې برخه ده. دا کلمه سمدستي ذهن د لیکلي روایت، ثبت، راپور، یا د یوې تحریر سوي ځانګړي موضوع پر لور بیایي. موږ ئې مثالونه په «سفرنامه»، «شاهنامه»، «سالنامه»، «بابرنامه» او داسي نورو مرکبو لغاتونو کي وینو. تر دې لا په زړه پورې برخه «چکر» ده. په ورځنۍ پښتو کي چکر عموماً د لنډ مزل، ګرځېدو، تفریح، یا بې تکلفه تګ راتګ معنی لري، یعني د رسمي سفر جدي بڼه نه لري. که «سفرنامه» د یوه سفر روایت وي، نو «چکرنامه» په لومړي نظر د هغو لنډو ګرځېدنو د ثبت ژمنه کوي چي انسان ئې د ژوند په بېلابېلو شېبو کي تجربه کوي.
تر لوستلو مخکي مي په طبیعي ډول دا ګومان کاوه چي دا به د چکرونو، سفرونو او ګرځېدنو مجموعه وي. خو د کتاب له لوستلو وروسته له یوې ډېري پراخي نړۍ سره مخامخ سوم چي په هغه کي خاطرې، د ماشومتوب کیسې، شخصي یادونه، ادبي ناستې، ورځنۍ مشاهدې، د ځانګړو شخصیتونو انځورونه، د ژوند د تجربو روایتونه، تاملونه، سریزي، او د لیکوال د ژوند له بېلابېلو کونجونو راټولې سوي پېښي سته. دا ټول نو چکرونه څنګه کېدای سي؟
همدا پوښتنه زما په ذهن کي تر هغه وخته پاته وه چي د استاد آصف بهاند هغه لیکنه مي ولوسته چي د بېکسیار د همدې کتاب په اړه ئې کړې ده. هلته خپله بېکسیار دا څرګندوي چي غواړي «چکرنامه» د پښتو ادبیاتو د ژانرونو په لړۍ کي د یوې نوي ادبي بڼي په توګه ځای ومومي. همدې خبري زه اړ کړم چي خپل لومړنی برداشت له سره وارزوم.
ادبي تاریخ موږ ته دا را زده کوي چي هر منل سوی ژانر، په خپل پیل کي، یو نوښت وو. هېڅ نوې ادبي بڼه له لومړۍ ورځي د ټولو له خوا نه منل کېږي بلکه ورو ورو، د لیکوالانو د پنځونو په مټ، خپل ځای پیدا کوي.
کېدای سي بېکسیار هم «چکرنامه» یوازي د فزیکي چکرونو او ګرځېدنو لپاره نه وي کارولې، بلکه د ټول ژوند د ادبي سفر لپاره ئې غوره کړې وي، هغه سفر چي په حافظه، لیدنو، خاطرو، مشاهدو او انساني تجربو جوړ دئ.
که د هغه مقصد همدا وي، نو «چکرنامه» له خپلې ورځنۍ معنی څخه رااوړي او په یوه پراخ، استعاري او ادبي مفهوم بدلېږي. او ښايي د «چکرنامې» اصلي معنی هم همدلته پټه وي. بېکسیار یوازي د خپل کتاب لپاره نوم نه ټاکي. هغه د یوې نوي ادبي بڼي د نومولو هڅه کوي. د استاد آصف بهاند خبره زه هم تکراروم چي دا پراخ تعبیر به په راتلونکو کلونو کي د پښتو د ادبي نقد په ډګر کي د یوه منل سوي ژانر په توګه ځای ومومي که نه، دا هغه پوښتنه ده چي جواب به ئې وخت ورکوي.
د کتاب د منځپانګي به اړه یوه بله موضوع هم د یادولو وړ ده. ښاغلي نعمت الله صدیقي، په خپل درانه نظر، د دې کتاب لیکني «کالمونه» بللي دي. زه د هغوی نظر ته بشپړ درناوی لرم، خو په ډېر درنښت سره باید ووایم چي ورسره همږغی نه یم.
په ژورنالېزم او ادبي خپرونو کي «کالم» یوازي د لنډوالي یا موضوع له امله نه پېژندل کېږي. کالم هغه لیکنه ده چي په منظمه توګه په ورځپاڼه، مجله، دوره يي خپرونه یا ویبپاڼه کي، اکثره وخت تر یوه ثابت سرلیک لاندي، په دوامداره ډول خپرېږي. د یوه کالم پېژندنه یوازي په سبک نه وي، بلکه په پرله پسې خپرېدو، دوام، او د لیکوال او خپرندوی تر منځ په همېشنۍ اړیکه هم ولاړه وي.
د بېکسیار دا مضامین په خپل اصل کي د خاطرو، تاملونو، مشاهدو، ادبي راپورونو او ادبي ټوټو په توګه، په خپلواک ډول، زما له معلوماتو له مخه پر فېسبوک خپرېدې. د دې لپاره نه وې لیکل سوي چي د یوې پرله پسې ورځپاڼې یا مجلې د کالمونو لړۍ جوړه کړي. که چیري ځیني ئې په وېبپاڼو یا چاپي خپرونو کي راڅرګندي سوي هم وي، بیا ئې هم خپلواکي له لاسه نه ده ورکړې. نه د مسلسل خپرېدو محتاجي دي، او نه ئې هویت د یوې ځانګړي خپروني له دوام سره تړلی دئ. هره یوه ئې په خپله بشپړه ده او د بلي لیکني له مرستي پرته هم لوستل کېدای سي. همدا لامل دئ چي زه ئې «کالمونه» بللو ته زړه نه ښه کوم.
بیرته به راوګرځو و خپلي اصلي موضوع یعني د بېکسیار د نثر ځانګړتیاوو ته. ویلیم هینري هډسن خپل په کتاب اېن انټروډکشن ټو د سټډي اف لټرېچر (هډسن، ۱۹۱۳ یولسم مخ) کي لیکي چي ستر کتاب د ژوند له زړه راټوکېږي. د هغه په لوستلو سره انسان له ژوند سره په داسې نوو، ژورو او نژدې اړیکو تړل کېږي چي پخوا ئې نه وي احساس کړي او د همدې اړیکو په برکت د هغه د اغېز او ځواک راز هم راڅرګندېږي. ادب د انسان د ژوند ژوندۍ هنداره ده. هغه څه پکښي خوندي کېږي چي انسان لیدلي، تجربه کړي، او د ژوند د هغو اړخونو په اړه ئې احساس او اند کړي چي د هر انسان لپاره تلپاتې ارزښت او معنی لري. ځکه نو ادب، په خپل اصلي جوهر کې، د ژبي په جامه کي د ژوند هنري او رښتینی انځور دئ.
همدا ځانګړنه د بېکسیار د نثر ادبي ارزښت هم ثابتوي. د هغه لیکني له ژوند څخه راټوکېدلي دي او د ژوند بېلابېل رنګونه او حقیقتونه په رښتینولۍ انځوروي. لوستونکي یوازي د ده ادب پارې نه لولي، بلکه د ژوند روان بهیر هم ورسره احساسوي. همدا د ژوند او ادب ترمنځ نژدې اړیکه ده چي د بېکسیار لیکنو ته تلپاتې ادبي ارزښت وربخښي. د بېکسیار له خاطرو څخه به یوې ته ورسو او وګورو چي دا ټولي ځانګړتیاوي په عمل کي څنګه راڅرګندېږي.
په «بهايي جانه خبر نه یې له بېلتونه» کي بېکسیار د خپل پلرني کلا یادونه کوي، هغه پراخه کلا چي څو نسلونه او د کورنۍ ګڼ غړي به یو له بل سره پکښي اوسېدلي او اوسېدل او بېلابېلې خونې ئې درلودې. د همدې کلا د خپل تره په خونه کي دی په لومړي ځل د منلي سندرغاړي استاد بېلتون له خوږ او زړه راکښونکي ږغ سره اشنا کېږي. همدا ساده خاطره وروسته د هغه د هنري ذوق او عاطفي نړۍ یوه نه هېرېدونکې برخه ګرځي. راځئ چي د ادب په جادويي هنداره کي د ده دا یادونه په ګډه ووینو، چي ده داسي بیان کړي دي:
«دغې خوني د نورو ټولو خونو خلاف یوه لویه ښېښه یي کړکۍ لرله چي اشه داره یې بلله، په اشه داره کي به یوه غټه توره پلپس راډیو له سهاره تر بېګا چالانه وه، د ورخي له مخې به اشاره داره پرانیستې او د راډیو مخه انګړ ته، او د شپې له مخې به اشاره داره تړلې او د راډیو مخه به د خونې لور ته وه. د خدای بښلي بېلتون، سلام، دوري او ډېرو نورو هنرمندانو له غږ سره زه هماغه د تره د خونې اشاره داره کې د ايښې تورې غټي پلپس راډیو له لارې اشنا شوم، او بیا تر ننه چې د بېلتون او ډېرو نورو هنرمندانو غږونه اورم نو دا هرڅه هرڅه مې په ذهن کې را تداعي کېږي.
...خو د استاد بېلتون غږ مې لکه لومړنۍ مینه هېڅکله هم هېر نه شو. او چې هر ځای او هر کله یې واورم لکه د بوت جامد او ساکت شم، د تره د خونې اشه داره او توره غټه پلپس راډیو مې سترګو کې کنګل شي...»
او بیا پسله ډېرو کلونو بېکسیار په مهاجرت کي خپله دا لومړنۍ مینه ویني او داسي لیکي:
«... د پېښور خیبر بازار یونیورسټي بوک سټور مخکې ولیده، دی بس ته ولاړ و، او زه له یو پنډ کتابونو سره له دوکانه راووتم، سپینې خولو خوړلې افغاني جامې، پلاستیکي شلېدلې چپړې په پښو، تک سپین وېښتان ـ نه کورتۍ، نه لونګۍ، نه واسکټ، نه پټو، نه څادر. جېب مې له پیسو ډک وه، غوښتل مې مرسته ورسره وکړم، جامې، بوټونه او واسکټ ورته واخلم، او ورته ووایم چې زه یې د آواز سره مینه لرم، خو لکه مین چې د خپلې مینې مخکې ګونګی شي، ما هم دا جرات و نشو کولای، ما وې هسې نه غوسه شي، هسې نه ځان ورته کم و نه اېسي، هسې نه... او چې څو زه له خپلو دغو سوچونو راوزګارېدم استاد بېلتون په یوه پښه یوه بس پورې ځریډلی له سترګو پناه شو.
پاک رب دې استاد بېلتون د جنتونو سردار کا. امین.»
(بېکسیار، عبدالمالک، شرم له سپي، کلاسیک خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۴ هـ ل ـ ۲۰۲۵ م کال، ۳۳۷-۳۳۹ مخونه)
ادب پوهني هیڅکله یوه کیسه یوازي د هغې د موضوع له امله نه ده ارزولې بلکه تل ئې دې ته کتلي دي چي هغه کیسه څنګه ویل سوې ده. هره پېښه، که هر څومره بېسارې هم وي، تر هغو یوازي یوه پېښه ده تر څو چي د یوه هنرمند له تخیل څخه نه وي تېره سوې. د ژوند خام مواد هغه مهال ادبي بڼه خپلوي، چي د انتخاب، تناسب، جوړښت، هم اهنګۍ او بیان د هنر په وسیله وپالل سي.
هره بریالۍ کیسه یوه پټه معماري لري. په هغې کي هیڅ شی تصادفي نه وي. پیل ئې لوستونکی په نرمۍ ځان ته راجلبوي، هره جمله ئې تلوسه نوره هم ور ژوره کوي، تمځای او چوپتیا ئې خپل هنري مقصد لري او پای ئې داسي انګازه پرېږدي چي د وروستۍ کلمې تر لوستلو وروسته هم د لوستونکي په ذهن کي ژوندۍ پاته وي. لوستونکی ښايي کیسه په یوه دقیقه کي پای ته ورسوي، خو کیسه باید په هماغه یوه دقیقه کي له لوستونکي څخه خلاصه نه سي.
راځي د بېکسیار یوه داسي لنډه شه پاره « د بې وطنۍ درد» په ګډه ولولو:
«ډنمارکيانو به د کډوالو کمپ کې کله کله کډوالو ته د پام اړولو په نيت د جمعو په شپو يوه نيمه غونډه/ ناسته، پاسته/ د سندرو، نڅا څه محفل يا دې ته ورته کوم څه جوړول.
يو ځل په کمپ کې د اوسېدونکو د پاره دريز خلاص پرې اېښی و، مانا چې د هرچا هرڅه زده او ور په زړه وي وړاندې دې کړي.
دلته نو د محفل په شروع د يوه لبناني او په يوه پښه معيوب فلسطيني سره ورانه شوه. هغه فلسطيني همدا زموږ دهليز کې اوسېده او کله ناکله به يې له خونې د يوې ګيتار وزمه نغمې وږمه راتله، ټولو يې د معيوب توب او همدې هنرمندۍ په پار احترام کاوه.
لبناني چې غوښته يې يوې عربي مستې سندرې سره نڅا او لپسنګ وکړي، فلسطيني ته يې په ديوال لګولې نقشه په ګوته کوله او ويل يې چې هغه نقشه کې دې وطن پيدا کړه او بيا راشه لومړی خپل هنر نندارې ته وړاندي کړه. ما او د سرې مياشتې دوه چارواکو چې د دريز په سمبالولو کې مرسته سره کوله تر منځ د روغې جوړې خبرې وکړې او دواړه غاړې مو ارام ته سره وبللې خو فلسطيني زړه ماتی او خپه شو.
وروسته بيا دغه لبناني بښنه هم ترې وغوښته خو خبره له خبرې تېره وه، زموږ ټولو تالار ته راغلو ميلمنو په بیا بيا غوښتنو چمتو نه شو ... یو وخت ورو ورو د هماغې خوږې موسيقۍ غږ را وچت شو چې ما به کله کله خپل دهلېز کې لمس کوله، ټول هېښ شول، د خلکو په خولو کې خبرې وچې شوې، مجلسونه بند شول، ټول محفل د تالار پای تيارې سره د خالي شوو چوکیو منخ کې هغه کس ته کتل چې له ټولې نړۍ مرور مخ دیوال ته ناست و.
هغه دغزې تړانګي په یوه تياره بې برېښنا ځمکتلخونه کې د خلکو له نظره پنا د خپلي لګېدلې پښې پالنې پر مهال په خپل لاس د موسيقۍ دغه اله چي عود نومېده ځانته جوړه کړې وه. ما د عود نوم هماغه شپه زده کړ.
د ېوی بې سر و پای نغمي په پای کې چې موږ ټولو هغه ته په شېبو شېبو چکچکي ووهلې، ورته ولاړ شوو نو یې مخ راواړاوه اوښکي یې روانې وې، موږ ټولو ته یې وويل چکې مه راته وهئ، راته وژاړئ، ما تاسو ته د خپلې بې وطنۍ درد وغږاوه. تر هغې ورخې راوروسته پدا دومره کلونو کې بیا زه له خورا بېلابېلو کلتورونو او فرهنګونو سره اشنا شوم، په هېوادونو وګرځېدم، بېلابېلې موسیقۍ مې واورېدې، خو هغه غږ مې بیا هېڅکله لمس نه کړ، پر یوټیوب د عود په زرګونو نغمې شته خو هغه د بې وطنۍ نغمه نه ترې لټېږي.»
(بېکسیار، عبدالمالک، شرم له سپي، کلاسیک خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۴ هـ ل ـ ۲۰۲۵ م کال، ۱۱۲-۱۱۴ مخونه)
دا هغه لیکنه ده چي لوستونکي ئې ښايي په یوه یا دوو دقیقو کي ولولي، خو اغېز ئې د وروستۍ جملې په پای ته رسېدو پای ته نه رسېږي. برعکس، کیسه له لوستونکي سره پاته کېږي، ذهن او احساس ئې بوخت ساتي، او د اوږدې مودې لپاره ئې له حافظې څخه نه وځي.
د نړۍ لوی کیسه لیکونکي ښه پوهېدل چي ادبیات د پېښو ساده راغونډول نه دي بلکه د اغېز یو هنري تنظیم دئ. کیسه د خپل چاپېریال، کرکټرونو، شخړي، تلوسې، سمبولونو، انځورګرۍ، ناویلو معناوو، طنزي تناقضونو او عاطفي اغېزي له لاري ساه اخلي. هغه پوهېږي چي څه وخت حقیقت څرګند کړي او څه وخت ئې پټ پرېږدي، څه وخت خبري وکړي او څه وخت چوپتیا پر الفاظو غوره کړي. غورې کیسې نه په بېځایه اوږدوالي اخته وي، نه د ژورتیا په لټه کي پېچلې کېږي، او نه د ساده ګۍ په نوم خپل هنري ارزښتونه له لاسه ورکوي. هره هنري پنځونه عادي شیانو ته نوې بڼه ورکوي، او هغه څه چي حتمي ښکاري، هغه ته د حیرانتیا رنګ ورپه برخه کوي.
د بېکسیار خاطرې بیا بیا همدا ادبي انضباط ثابتوي. په ظاهره دومره طبیعي او بې تکلفه ښکاري چي سړی فکر کوي بې له کوم زحمته لیکل سوي دي، حال دا چي تر شا ئې د هنر ډېر دقیق کنټرول ولاړ دئ. د دې روان نثر تر شا د کیسې د تلوسې د ساتلو هنر، د مکالمو د اهنګ پېژندنه، د لحن حساس درک، او د لږو الفاظو په وسیله د ډېرو خبرو کولو وړتیا پرته ده. هغه نه لوستونکی په بې ځایه تفصیل ستړی کوي، او نه له هغو شېبو په بېړه تېرېږي چي د تم کېدو او فکر کولو ارزښت لري. لکه یو ماهر خطاط چي د قلم هره کرښه ئې په ډېره اسانۍ لیکل سوې ښکاري، خو تر شا ئې د کلونو ریاضت، تمرین او حوصله پرته وي، بېکسیار هم خپل هنر دومره په طبیعي ډول د کیسې په وجود کي ورګډ کړی دئ چي لوستونکي د لیکوال صنعت نه، بلکه فقط کیسه ویني.
لاندي به د لیکوال یوه بله خاطره ولولو چي له پورتنيو هنري ځانګړتیاوو څخه مالا مال ده:
د غاټولو کرونده
په ماشومتوب کې د چوغکو، سايرو، ګلسرو، قرلاقو ... شوقي وم. شوقي څه، بل مي څه کار وو نه، بس ټول منی - ژمی به زه او همدا چاره. د مني يو ژېړی مازيګر چې موږ ماشومان لیکه پيتاوي ته ناست او لا له ښوونځي د ژمي په مخه رخصت شوي هم نه وو، د مرغيو کار وبار مو هم نه و لا را پيل کړی، چې يوه لویه ګله سايرې د کلي شا ته د زردالو په باغ راښېښه شوې. په اوله کې خود بېلا بېلو ونو په سرونو کې تیت، پرک سره ناستې وې، خو تر دم ګړۍ څار او ډاډ وروسته د زردالو هغې نرۍ، دنګې ونې ته ور ټولې شوې چې پاڼې يې د يخنۍ په وجه وچې شوې خو وې، خود ونې د څه مرض او يا بي وخته يخنۍ په وجه له ونې رارژېدلې نه وې، او لا هماغه شان شنې وچې په ښاخونو پوري نښتې پاتې وې.
موږ ماشومان ټول داسې چوپ چاپ ناست وو، لکه زبون مو چې وهل شوی وي. دوی چې څو دغې ونې ته ور ټولېدې غږ، زوږ يې خوت. يو يو ځل به لا د دوه وو سره جګړه شوه، چې يو به ترې بېرته نورو ونو ته وتښتېده، خو درنګ ساعت ته به بېرته هماغې وچو پاڼو والا ونې ته ور والوتله.
پدې منځ کي لمر هم له غره پنا او د ماښام خړه راخوره شوه. د سايرو شور، زوږ هم ختم شو. پدغه ورځ زموږ ماشومانو په ډله کې يو بر کلي وال هلک چې په کلي کې نه پوهېږم د چا مېلمه و هم شامل و، دی تر موږ په عمر هم يو څه مشر و. څرنګه چې د مرغيو دا کار و بار زموږ له کلي په بر کلي کي زيات دود و، نو ده موږ ته دا توصيه کوله چي بايد شور او زوږ ونه کړو، څو سايري د شپې تېرولو په موخه همدله پاتې شي او موږ يې د شپې په تياره کي د ګيس په واسطه ونيسو.
د ګيس په واسطه د سايرو د رانيولو دغه چل موږ ته نه راته. دا خو لا څه کوې چې موږ پدې لا هم نه پوهېدو چې سايرې به همداسي بې ځالي او بې کوره په ونو کي شپې تېروي. زموږ دا خيال و چې دوی به هم لکه د کورنيو مرغيو په شان خپلې ځالې، کورونه او بچي لري.
په کلي کي موږ ګيس لاره، خو ګيس د سايرو نيولو دپاره نه و، بلکې په چم ګاونډ کې به چې د چا کوژده، واده وو نو ګيس به يې په پور اخيسته، او يا چې به زموږ کره څوک نازولي مېلمانه راتلل، نو ګيس به يې ورته بلاوه. د ګيس روښانول هم په ټول کور کې زما دوه مشرانو ورونو ته ياد و، کور کې به هم همدوی روښانه کاوه، او د چم ګاونډ کوژدو، ودونو ته به هم له همدوی څخه يو ور سره تلل.
موږ ماشومان چې بر کلي وال هلک ښه ملایان کړو، چې څرنګه د ګيس تيزه رڼا يي لکه د سوجرې په څیر د سايرو سترګي وړي، او ړندې، کڼې يې بس موږ له ښاخونو په لاس راټولوو، نو ميندو ته مو د ګيس د پاره منت او زارۍ اړم کړې، له بده مرغه چې پدغه شپه ګيس بلوولو والا زما دواړه مشران ورونه په کور نه و.
تر ډيرو منت زاريو وروسته پدې وتوانېدو چې د ګيس اجازه تر لاسه کړو. او بيا يي په ډېرو خواريو او کړاوونو زه او يو بل کليوال ځوانکی د ميندو په مرسته روښانه کړو.
سره لدي چي جالۍ یې هغسي نه وه راغلې چې بايد وای او مشرانو ورونو چې به تړله. هم يې سم ځان نه و پړسولی، لکه پوچه شوي پوکاڼۍ اوږده يوه اړخ ته ځړېده. او هم يې یوې ډډې ته ووړ غوندي سوری شوی وو چې نرۍ نرۍ سره لمبه یې کوله، او ميندو وې چې ډېر دوام نه کوي او موږ بايد ژر تر ژره خپل کار پرې ختم کړو، چې جالۍ رژېږي.
پلان داسي جوړ سوی و چې زه به تر دي نورو مخکي په تياره کې ونې ته ور خېږم، دا نور به ګيس تر څادر لاندې نيولی ونې ته رارسوي، بيا به همدا بر کلي وال هلک چې تر نورو به قد وچت دی ګيس ماته راکوي، زه به يې سايرو ته ورنېغوم، د سايرو سترګي به د ګيس رڼايي وړي، پدې کي به دی او دوه درې نور کليوال هلکان ونې ته را بره کېږي، او د خيره سره يوه یوه سایره به رانيسو، په جیبونو او بډو کې به يې په ځای کړو.
زه چي وني ته را بره شوم، هغه د چا خبره مېږي هم په ونه واهه، ګيس چې تر ما رارسېده هم هيڅ پېښ نه شول، فقط يو دوه د سايرو اوازونه تر غوږ شول او بس، ما چې ګيس له پلان سره سم په ونه کې بره ناستو سايرو ته ور نېغ کړ، سم دم لکه د غاټولو په کرونده چې لمر ولګي، سره سره سرونه، ژېړ تور وزرونه، مښوکي تر وزرونو لاندې ټومبلې پدغه وخت کې پړت پړت يو دوه سايري د ګيس سره جوخت ښاخ نه والوتې، پدې منځ کي برکليوال هلک او يو دوه نور له پلان سره سم ونې ته په راختو دي چې د سايرو په نيولو لګيا شي، ما خو فقط او فقط په دواړو لاسونو ګيس بره نېغ نيولی، مه کوه چي د زردالو په ملا کې په يوه وړوکي ښاخګي یوه له بره پښه ایښې او بل له لاندي پرې را بره کېږي، چې درز شو، یو هلک بيا پرې د پاسه ښاخ او بيا پرې د پاسه بر کليوال لاندې په دوه وړو ماشومانو ور غوځار شول، سايري په خپله مخه لاړې او موږ له دريوو ټپيانو سره مخ په کور را روان شوو.
(بېکسیار، عبدالمالک، شرم له سپي، کلاسیک خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۴ هـ ل ـ ۲۰۲۵ م کال، ۳۱۳-۳۱۶ مخونه)
که څه هم ما ډېره هڅه وکړه چي دا کیسه لنډه کړم او ځینې جملې ترې ایسته کړم، خو دا کار راته ناشونی سو. د کیسې هره جمله له بلي جملې سره دومره طبیعي او ټینګ تړاو لري چي د یوې جملې ایستل هم د کیسې پر روان بهیر او هم د هغې پر هنري ښکلا اغېز کوي.هماغه د پاس خبره سوه چي ادبیات د پېښو ساده راغونډول نه دي بلکه د اغېز یو هنري تنظیم دئ، همدا د بېکسیار د کیسې ویلو د هنر یوه مهمه ځانګړنه ده.



