د بېکسیار نثر
ساده برېښي
خو اسانه نه دئ
وروستۍ برخه
د بېکسیار د ادبي نړۍ محور
د دې کتاب اصلي کمال د موضوعاتو ډېروالی نه دئ، بلکه د هغوی ترمنځ هغه همږغي ده چي بېکسیار رامنځته کړې ده.
یو عادي لیکوال به له دې هر څه څخه د بېلابېلو او بېاړیکو لیکنو یوه ګډه وډه ټولګه جوړه کړې وای، خو بېکسیار دا پراخه تنوع په یوه منظم ادبي جهان بدله کړې ده. لوستونکي داسي احساس نه کوي چي له جلا جلا لیکنو سره مخامخ دي، بلکه داسي ورته ښکاري لکه د یوه کور له یوې خوني چي بلي خوني ته ننوځي او د هري خوني پر دیوالونو د انساني ژوند مختلفي هنري تابلوګاني ځوړندي ویني.
لکه څرنګه چي د کتاب په هره لیکنه کي ژوند وینو، نو غوره به دا وي چي ووایو د دې اثر اصلي موضوع د انسان په اړه ده. او که رشتیا ووایو، کیسه پرته له انسانه بل څه کېدای هم نه سي.
د بېکسیار د لیکنو په دې رنګین بڼ کي، چي د بېلابېلو رنګونو خوشبویه ګلان پکښي غوړېدلي دي، ما هم یو ځانګړی ګل پکښي غوره کړ او غواړم د هغه په وږمو کي تم سم. د دې ګل نوم هیومنیزم دئ.
هیومنیزم یا انسانپالنه، په خپل تر ټولو ساده او په عین حال کي تر ټولو ژور مفهوم، پر انساني کرامت ایمان دئ. که څه هم د دې فکري بهیر تاریخي ریښې د لرغوني یونان او روم تر تمدنونو رسېږي او وروسته د اروپا د رېنېسانس په دوره کي ئې نوې غوړېدلې بڼه خپله کړه، خو روح ئې تر هر تاریخي پړاو ډېر پخوانی دئ. انسانپالنه هغه ورځ پیل سوه چي یوه انسان بل انسان ته د وسیلې، دښمن یا پردي په سترګه ونه کتل، بلکه هغه ئې د ژوند د سفر ګډ ملګری وګاڼه.
انسانپالنه موږ ته دا را زده کوي چي تر دې مخکي چي موږ د یوه ملت، یوې ژبي، یوه دین یا یوې مفکورې اړوند واوسو، موږ د خپل ګډ انسانیت له امله د یو بل اړوند یو. له همدې امله له ادبیاتو غواړي چي انسان د یوې نظریې، سمبول یا استدلال په توګه ونه ویني، بلکه د یوه ژوندي زړه په توګه ئې محسوس کړي؛ هغه زړه چي هیلي لري، بېري لري، کمزورۍ لري، تناقضونه لري، غمونه لري، خوښۍ لري، او تر قضاوت ډېر د درک او همدردۍ مستحق دئ.
د بېکسیار په لیکنو کي انسانپالنه یوازي د فکر او نظریې تر بریده نه پاته کېږي، بلکه د ورځني ژوند په عادي پېښو، وړو لیدنو او انساني اړیکو کي ځان راښيي. دی له همدې عادي شېبو څخه د انسانیت هغه اړخونه راباسي چي ښایي موږ ئې هره ورځ وینو، خو په بې غورۍ ورڅخه تېرېږو.
انسانپالنه په عمل کي
د بشردوستۍ موضوع د دې کتاب له لومړي مضمون (۶ مخ) څخه شروع کېږي. په دې کیسه کي له یوې ډنمارکۍ بسچلوونکې سره د لیکوال د لیدني روایت دئ، همدا لیدنه لوستونکي د لیکوال له انسانپالي نړۍ لید سره اشنا کوي. بېکسیار لیکي چي د هغې د انساني چلند، میني او خواخوږۍ له امله مسافرو هغې ته د مور، خور او انا مقام ورکړی وو. دا درناوی د ویني د اړیکو زېږنده نه، بلکه د انسانیت د اړیکو محصول دئ.
بس د ټولني یو کوچنی انځور ښکاري، داسي ځای چي د بېلابېلو مسلکونو، ټولنیزو طبقو او ساحو خلک سره راټولوي. دغه ښځه خلک د هغوی په دندو نه پېژني، بلکه د انسانانو په توګه ورسره چلند کوي. له همدې امله د مستري، دوکاندار، د کورونو د پېر او پلور د استازي او لسګونو نورو مسافرو سره د هغې اړیکه یوازي د ټکټ او سفر اړیکه نه پاته کېږي، بلکه په یوه ژوره انساني پېژندګلوۍ بدلېږي.
د هري کیسې اصلي نړۍ د انسان روح دئ. که له ادبیاتو انسان واخلې، یوازي تشي منظرې به درپاته سي. او که له انسانه انسانیت واخلې، نو نور به یوازي یو کالبوت وي چي د مځکي پر سر به ګرځي.
په یوې بلي خاطرې (۴۳۱-۴۳۲ مخونه) کي لیکوال هغه دردناکه صحنه انځوروي چي انسان پکښي د فساد او واک د سوداګرۍ قرباني ګرځي. هغه لیکي چي د پاکستان په لارو کي پولیسو افغان مسافر د عاید د یوې سرچینې په توګه لیدل او په بېلابېلو پلمو ئې ترې پیسې اخیستلې. په همدې لړ کي د یوه ازبک مسافر کیسه راوړي چي د خپلي ناروغي ماشومې لور د درملني لپاره له خپلي مېرمني سره روان وو، خو پولیسو د سلو روپیو لپاره ټول موټر درولی وو. هغوی نه د ماشوم ناروغي ته وکتل، نه د کورنۍ بېوسي او نه ئې د هغوی انساني حالت ته پام وکړ، تر هغه وخته ئې موټر بند ساتلی وو تر څو ئې پیسې ځني وانخیستلې.
د بېکسیار بله ادبي لیکنه (۱۰۶ مخ) د یوه ډنمارکي ښوونکي کیسه بیانوي چي د خپلي څلوېښت کلني دندې په موده کي یوه ورځ هم له ښوونځي څخه غیرحاضر سوی نه وو. د هغه د تقاعد په مراسمو کي د ډنمارک د پوهنې وزیر هم د هغه د خدمت د درناوي لپاره ګډون کوي. بېکسیار د مستقیم نصیحت پر ځای افغان لوستونکي دې ته رابولي چي ملتونه په شعارونو نه، بلکه په وجدان، ژمنتیا او د هغو انسانانو په درناوي جوړېږي چي خپل ژوند د راتلونکو نسلونو د روزني او ښېرازۍ لپاره وقفوي. د بېکسیار په انسانپاله نړۍ لید کي د ملت جوړونه د صادقانه خدمت له درناوي څخه پیلېږي.
یو بل ځای (۵۵۹-۵۶۱ مخ) بیا بېکسیار د انسانپالني یو ډېر لطیف اړخ راڅرګندوي. هغه د خپل یوه آشنا د زوی د واده کیسه کوي، چي د مېلمنو د کم ګډون له امله محفل بې روحه او ژر پای ته ورسېد. بېکسیار له ځانه سره فکر کوي چي ښایي دغه سړی دلته ډېر شناخته نه لري. خو شپږ میاشتې وروسته، کله چي هماغه سړی وفات کېږي، د هغه جنازې ته له بېلابېلو ښارونو او آن له نورو هېوادونو څخه ګڼ شمېر خلک راټولېږي. بېکسیار په حسرت وایي چي کاشکي همدغه خلک د هغه د زوی د واده په خوښۍ کي هم ورسره شریک سوي وای، ښایي هماغه مینه، حضور او خوښي به د هغه د ژوند عم لږ نور هم اوږد کړی وای.
خواخوږي یوازي د غم په مراسمو کي ګډون نه دئ، بلکي د نورو په خوښیو کي ګډون هم د انساني میني او ټولنیز مسؤلیت یوه مهمه برخه ده. انسانپاله ټولنه هغه ده چي د خپلو غړو تر څنګ یوازي د مرګ او ماتم پر مهال نه، بلکه د ژوند، خوښۍ او هیلو په شېبو کي هم ودرېږي ځکه کله ناکله د خوښۍ په مراسمو کي یو صادقانه حضور د غم تر سلګونو تسلیو ډېر ارزښت لري.
د هغه خاطرې نه خطبې دي او نه اخلاقي نصیحتونه بلکه هغه هنداري دي چي انسان پکښي یو ځل بیا خپل مدنیت، شفقت، تهذیب او فرهنګي ښکلا ویني، او بیا ځان ته وایي: همدا ځانګړني دي چي موږ د انسان په نوم د یادېدو وړ ګرځوي.
د همدې انساني پیوند یو بل ژور انځور (۳۴۹-۳۵۰ مخونه) د یوې کمعمره نجلۍ د جنازې په خاطره کي وینو. د تسلیت لپاره راغلي خلک د کورنۍ له غړو سره یو ځای اوښکي تویوي، او د دې نجلۍ غم د هغوی د خپلو تېرو غمونو یادونه هم ور تازه کوي. لیکوال د انسانانو هغه ګډ عاطفي پیوند انځوروي چي د غم او خوښۍ په شېبو کي ټول انسانان سره نښلوي. د هغه په اند، خواخوږي او همدردي د ویني، قوم او جغرافیې پولي نه پېژني، د یوه انسان درد د بل انسان په زړه کي هم درد راویښوي. همدا ګډ احساس او متقابله همدردي د انسانپالني له بنسټیزو ارزښتونو څخه دي او د همدې له امله انسانان د یوې ستري انساني کورنۍ غړي ګرځي.
خو بېکسیار د انسانیت د ارزښتونو د موندلو لپاره تل د نورو په کړنو پسې نه ګرځي. د کتاب په ډېرو لیکنو او کیسو کي هغه خپل ځان څاري او حتی پر خپلو هغو وړو او ظاهراً بې اهمیته کړنو هم نیوکه کوي چي د انسانیت له ارزښتونو سره سمون نه خوري. په یو ځای کي حتی په نا پامۍ پر یوې وني د لرګي وهل ئې وجدان راویښوي او دې ته ئې اړ باسي چي له ځانه وپوښتي: دا څه کوم؟ آیا دا کړنه د یوه انسان له انساني چلند سره برابره ده؟
زما په اند، د بېکسیار د لیکنو یو لوی درس همدلته پروت دئ. هغه موږ یوازي د ټولني، حکومتونو او نورو انسانانو نقد ته نه رابولي، بلکي لومړی مو دې ته اړ باسي چي د خپل ورځني ژوند وړې وړې کړني تر نظر تېري کړو. موږ چي هره ورځ څه کوو، څومره ئې د انسانیت له ارزښتونو سره برابر دي؟ او څومره د عادت، بې پروایۍ او بې تفاوتۍ له مخي د هماغه انسانیت پر خلاف عمل کوو چي دعوه ئې لرو؟ د بېکسیار لیکني په ډېر خاموشه ډول هنداره د لوستونکي مخ ته نیسي او دا پوښتني ورته پرېږدي.
د بېکسیار په یوې خاطرې (۱۴۳ مخ) کي د انسانپالني یو بل مهم اړخ د انسان او طبیعت د اړیکو له لاري انځورېږي. هغه د دویمي نړیوالي جګړې له پای وروسته د ډنمارک یادونه کوي، چېرته چي د ښکار محدودول، د وحشي ژویو قانوني ساتنه، له حیواناتو سره مهربان چلند او د طبیعت په نظام کي نه لاسوهنه د انسان او طبیعت ترمنځ د باور او همږغۍ فضا رامنځته کړې ده. بېکسیار لیکي چي دغه انساني چلند آن تر دې بریده اغېز کړی دئ چي ګیدړه، چي د وحشت نښه بلل کېږي، ورو ورو له انسان سره اشنا کېږي او ښایي یوه ورځ د کورني حیوان په څېر له انسان سره ژوند وکړي.
دا یوازي د حیواناتو د حقونو خبره نه ده، بلکه د یوې ټولني د اخلاقي بلوغ او تمدني شعور هنداره ده. انسانپالنه د انسان مینه تر انسانه نه محدودوي، بلکي هغه د ټولو ژوندیو موجوداتو او د طبیعت تر ساتني پوري غځوي. بېکسیار بیا دا انځور له خپل وطن افغانستان سره پرتله کوي، چېري چي چي جګړو، وحشت او ویني تویوني نه یوازي د انسان ژوند ځپلی، بلکه د رحم، همزیستۍ او د ژوند د درناوي ارزښتونه ئې هم کمزوري کړي دي. د هغه په اند، د یوې متمدني او انسانپالي ټولني ریښتینی معیار دا نه دئ چي څومره ځواک لري، بلکه دا دئ چي له انسان، حیوان او طبیعت سره څومره په رحم، مسؤلیت او درناوي چلند کوي.
له انسانپالني څخه تر تهذیب او تمدنه
د بېکسیار انسانپالنه یوازي له انسان سره د میني تر احساس او د انساني کرامت تر درناوي پوري محدوده نه ده؛ هغه غواړي دا فکر د انسان تر ورځني ژوند، چلند او عادتونو پوري ورسوي ځکه انساني ارزښتونه هغه وخت خپل حقیقي مفهوم پیدا کوي چي د انسان په کردار کي راڅرګند سي. همدلته د بېکسیار انسانپال فکر له تهذیب سره لاس یو کوي. که انسانپالنه د انسان د ارزښت او کرامت فکر دئ، نو تهذیب د همدې فکر عملي او ژوندۍ بڼه ده. د بېکسیار ډېري کیسې انسان ته همدا بلنه ورکوي چي خپل فکر، احساس او چلند وپالي او تر پرون لا ډېر انسان سي.
بېکسیار، بې له شکه، یو مهذب انسان دئ؛ د ښو اخلاقو، نرمو آدابو او روزل سوي شخصیت څښتن. خو دی تهذیبي او تمدني لیکوال هم دئ. کله چي زه بېکسیار ته تهذیبي او تمدني لیکوال وایم، مقصد مي دا دئ چي د هغه په لیکنو کي یو ډول تهذیبي او تمدني پیغام پروت دئ. هغه د تهذیب او تمدن خبري کوي، ارزښتونه ئې راښيي او لوستونکی په ډېره نرمه او هنري ژبه دې ته رابولي چي دا ارزښتونه په خپل ژوند او چلند کي خپل کړي.
په زړه پوري خبره دا ده چي لوستونکی لا د کتاب د متن ژورو ته نه وي ننوتی چي په سرلیک او پوښ کي د دې ټولګي د اساسي اندېښنو، انسانپالني، تهذیب او تمدن، اشارې ویني. د کتاب عنوان «شرم له سپي» دئ. دا ټولي ځانګړني بیا وروسته په ۱۸۳ مخ کي د همدې سرلیک لاندي په کیسه کي لولو.
د بېکسیار د ادبي فلسفې نچوړ: « شرم له سپي»
په لومړي نظر همدا سرلیک لوستونکی حیرانوي. یوه شېبه پوښتنه او حتی نا ارامي پیدا کوي: انسان به له سپي ولي شرمېږي؟
خو د کتاب دا مضمون، دا حیرانتیا ډېر ژر په ځان پېژندنه بدلوي.
بېکسیار د راوي له قوله کیسه کوي چي په لوېدیځ کي ئې یو روزل سوی سپی ولید. سپی د سره څراغ پر وړاندي ودرېد، په پوره حوصله ئې انتظار وکړ او تر هغه وخته ونه خوځېد تر څو څراغ زرغون نه سو. خو دی به له همدې ځایه هره ورځ پر سره څراغ تېرېدی. دی چي عقل، وجدان او اخلاقي مسؤلیت ورسره مل وو، بیا هم چمتو وو چي همدا قانون له پامه وغورځوي.
په ظاهره دا یوه ډېره عادي پېښه ده، خو سمبولیکه مانا ئې خورا ژوره ده. د دې کیسې اصلي موضوع سپی نه دئ، انسان دئ.
بېکسیار سپی تر انسان لوړ نه ښيي. هغه یوازي دا خاموشه تناقض رابرسېره کوي چي کله ناکله یو حیوان، چي یوازي روزنه ئې لارښوونه کوي، په مدني انضباط کي له هغه انسانه وړاندي کېږي چي د عقل، شعور او اخلاقي مسؤلیت دعوه لري.
همدلته یوه خاموشه اخلاقي ویښتیا راپیلېږي. کله چي راوي ویني چي یوه روزل سوي سپي خپله دنده ترسره کړې ده او دی پخپله پاته راغلی، شرمېږي او له هماغي ورځي له ځان سره ژمنه کوي چي نور به هر ځل د سره څراغ پر وړاندي درېږي.
پېښه کوچنۍ ده، خو د بېکسیار ټوله ادبي فلسفه پخپله غېږه کي نغاړي.
هغه باور لري چي تمدن یوازي په لوړو شعارونو او ښکلو ویناوو نه اندازه کېږي؛ تمدن د انسان د ورځني ژوند په همدغو وړو وړو عادتونو کي ځان څرګندوي. د سره څراغ درناوی ښایي یوه کوچنۍ خبره ښکاره سي، خو تر شا ئې قانون ته درناوی، نظم ته درناوی او په پایله کي بل انسان ته درناوی پروت دئ. بېکسیار ښه پوهېږي چي اخلاق له لویو قهرمانیو نه پیلېږي بلکه د مسؤلیت له همدغو عادي، خو دوامداره کړنو څخه راټوکېږي.
همدا د «شرم له سپي» کیسه په کوچنۍ پیمانه هغه څه راټولوي چي د کتاب په ډېرو نورو لیکنو کي ئې په بېلابېلو بڼو وینو: انسانپالنه د فکر په توګه، تهذیب د چلند په توګه او تمدن د ګډ ژوند د نظم په توګه. خو دلته یوه بله پوښتنه پیدا کېږي: بېکسیار دا اخلاقي او تهذیبي خبرې څنګه کوي چي لیکنه ئې په خطبه او نصیحت نه بدلېږي؟
جواب ئې زما په اند د هغه په هنر کي پروت دئ.
هنر، طنز او پیغام
د بېکسیار د نثر یوه له خورا د پام وړ ځانګړنو څخه دا ده چي د هغه اخلاقي لیدلوری هېڅکله پر لوستونکي بار کېږي نه. د هغه لیکني د وعظ بڼه نه خپلوي. هغه په هغه حقیقت ښه پوهېږي چي ډېر لیکوالان ترې غافل وي: نېغه مشوره تر غوږه رسېږي، خو هغه مشوره چي د هنر او ښکلا په جامه کي وړاندي سي، نېغ د انسان تر زړه رسېږي.
په دې برخه کي بېکسیار ماته د اردو د نثر دوه ستر لیکوالان را په یادوي: مشتاق احمد یوسفي او احمد شاه پطرس بخاري. دواړو دا نادره وړتیا درلوده چي د ورځني ژوند عادي پېښي په داسي خوږو روایتونو بدلي کړي چي د خندا تر شا ئې تل د انسان او ټولني په اړه ژور فکر پټ وو. موږ که یوسفي یا پطرس ولولو، پر شونډو به مو موسکا وي، خو په ذهن کي به مو د انسان او انسانیت په اړه پوښتني په ګردش کي وي. بېکسیار هم ورته اغېز پرېږدي.
بېکسیار دا هنر هم لري چي موسکا د خپل فکر په خدمت کي ودروي. د پطرس بخاري او مشتاق احمد یوسفي په څېر، دی هم ډېر ځله له خندوونکو جملو او خوږ طنز څخه د خپل پیغام د رسولو لپاره کار اخلي. د هغه خندا یوازي د دې لپاره نه وي چي لوستونکی وخندوي؛ تر ډېرو موسکاوو لاندي ئې یوه خبره، یوه نیوکه او یا یو درس پټ وي. دی د خپل فکر دروندوالی په ظرافت نرموي، لوستونکی لومړی موسکوي او بیا ئې، بې له دې چي پوه سي، فکر کولو ته اړ باسي. په دې توګه، طنز د بېکسیار له پیغام څخه د تېښتي لار نه، بلکه د هغه د رسولو یوه اغېزناکه وسیله ګرځي.
ښایي همدا لامل وي چي د بېکسیار انسانپالنه هېڅکله پر لوستونکي نه تحمیلېږي. هغه نه د منبر له سره اعلانېږي او نه د شعار په بڼه وړاندي کېږي بلکه د ژوند له طبیعي بهیر څخه راټوکېږي. لوستونکي ته هېڅوک نه وایي چي ښه انسان سه، خو کله چي کتاب بند کړي، په خپل زړه کي د ښه انسان کېدو هیله احساسوي.
دا هنري توازن د نړۍ سترو ادیبانو له ډېر پخوا پېژندلی وو. د کلاسیکو ډرامو لیکوالانو دا ښه درک کړې وه چي د انسان ذهن د تراژیدۍ دروند بار د اوږدې مودې لپاره نه سي زغملای. ځکه به ئې د ژور درد او غم ترمنځ د طنز او خندا شېبې ځای پر ځای کولې، څو هم د لوستونکي او لیدونکي احساساتي فشار کم کړي او هم د اثر جدیت خوندي وساتي. ادبي نقد دې هنري تخنیک ته «کومیک ریلیف» وایي.
شکسپیر د دې هنر ستر استاد وو.
بېکسیار هم ډېر لږ لوستونکی پرېږدي چي د اخلاقي تأمل دروند بار د اوږدې مودې لپاره پر اوږو یوسي. هر ځل چي روایت لږ جدي بڼه خپلوي، یوه خندوونکې پېښه، یوه ظریفه مشاهده، یوه ناڅاپه لطیفه یا یوه خاموشه طنزیه اشاره د تورو وريځو ترمنځ د لمر د وړانګي په څېر راڅرګنده سي. لوستونکی موسکی سي او دا هېر کړي چي په اصل کي د یوه ژور فکر پر لور روان دئ. خو کله چي ادبي ټوټه پای ته ورسېږي، ناڅاپه احساس کوي چي هماغي موسکا یو اخلاقي حقیقت، بې له شور او ادعا، د هغه تر زړه رسولی دئ.
په پای کي د بېکسیار د قلم د لا ډېرو پنځونو په هیله یم. هیله ده چي د ده قلم همداسي روان، فکر ئې تازه او د ژوند د رنګونو د راټولولو دا سفر ئې دوام ولري. زموږ ادب و داسي لیکوالو او داسي لیکنو ته اړتیا لري چي لوستونکی ئې هم ولولي، هم ئې موسکی کړي او هم ئې فکر کولو ته اړ کړي. بېکسیار ته د روغ صحت، اوږده عمر او لا ډېرو ادبي بریاوو دعا کوم. قلم ئې تاند او ادبي سفر ئې بریالی.
ماخذونه
استاد آصف بهاند، «شرم له سپي» - د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»، دعوت مېډیا ۲۴، https://af.dawatmedia24.com/?p=182905
د لاس رسۍ نېټه: ۱۶ جولای ۲۰۲۶.
بېکسیار، عبدالمالک، شرم له سپي، کلاسیک خپرندویه ټولنه، ۱۴۰۴ هـ ل /۲۰۲۵ م کال.
صدیقي، نعمت الله، د «نا ویلو» خبرو لیکوال، تاند،
د لاسرسي نېټه: ۱۶ جولای ۲۰۲۶.
هډسن، ویلیم هېنري، An Introduction to the Study of Literature، انټرنېټ آرشیف، https://archive.org/details/introductiontost00hudsrich،
د لاسرسي نېټه: ۱۶ جولای ۲۰۲۶.
محمدسمیع صادق



