نوي لیکنې

د هېڅ چا نه

هغه زما هېڅ نه کېدی. فقط زموږ پر مخامخ کور کي اوسېدی. افغان وو. مهاجر وو.

نوم؟

نوم ئې شاید نعمت وو، که رحمت. سم مي نه دئ په یاد.

هسي هم د ګاونډیانو نومونه په یاد ساتل څه ضروري خو نه دي.

سهار چي به مي د دوکان پر لور د تلو لپاره دروازه خلاصوله، ده به اکثره وخت خپله وړه لور ښوونځي ته بیوله. د نجلۍ پر اوږو به یو ګلابي بکس وو او په لاس کي به ئې کله کله د ډوډۍ یوه وچه ټوټه.

زه چي به ئې لیدم، ویل به ئې:

« خان جي، سلام علیکم!»

ما به ئې د سلام جواب ورکاوه.

بس همدومره مو سره پېژندل. نوره پېژندګلوي مو نه وه.

زما لور د دغي نجلۍ ملګرې وه، سره تله او راتله به. مېرمن به ئې کله کله زموږ کره زما له مېرمني سره چای څښلو ته راتله. په هر اختر کي به ئې قابلي پلو را استاوه. ډېر خوندور ئې پخاوه، بسته غوري خو يوازي زما نه بسېدی ماشومان او مېرمن خو مي هلته پرېږده. مېرمني مي چي لوښی بېرته ورکاوه، یو څه شیرخرما به ئې پکښي اچوله.

په ګاونډیتوب کي خو نو دا شیان کېږي.

په دې خو نو څوک نه د چا کېږي.

هغه شپه، شاوخوا دوې بجې په کوڅه کي د موټرو په ږغ را ویښ سوم. د دروازې د ټکولو ږغ سو. بیا د یوې ښځي ږغ. د کړکۍ پرده مي لږ پورته کړه.

پولیس وه.

د مخامخ کور دروازه خلاصه وه. هماغه د ګلابي بکس نجلۍ په لڅو پښو د دروازې سره ولاړه وه. مور ئې په تلوار په یوې سپیني غوټي کي کالي اچول.

نعمت، که رحمت، پولیسو ته یو څو کاغذونه ور ښودل.

بیا بیا ئې هڅه کول، یو څه ور وپوهوي. په هر څو شیبو کي به ئې زموږ د کور په لور کتل.

له پولیسو مي همدا یوه خبره اورېدل:

«ژر کوئ!»

زه د پردې شاته ولاړ وم. هغه به یا زموږ کور ته کتل یا به ئې په کوڅه کي شا و خوا کتل. ښي ته. بیا چپ لوري ته. بیا زما کړکۍ ته.

ما پرده ایله کړه. ډارېدم، هسي نه ما وویني.

او که ئې لیدلی وای، نو؟

شاید زما نوم ئې اخیستی وای. شاید ویلي ئې وای:

«خان جي، دوی ته ووایه، موږ له څو کلونو راهیسي دلته اوسو، اسناد هم لرو، ته راسه...لږ مرسته خو وکړه...»

او ما به پولیسو ته څه ویلي وای؟

دا چي لور ئې هر سهار زما د دروازې مخ ته تېرېږي او ښوونځي ته ځي؟ دا چي یو وار په ژمي کي مي موټر نه چالانېدی، ده ټېله کړی وو؟ دا چي هر روژه مات ته چي پنځه دقیقې پاته وي، د دوی له کوره موږ ته خوندور افغاني خواړه راځي...لور ئې زما د لور ملګرې ده...

دا خو هېڅ شاهدي نه سوه؟ هیڅ نه! دوی زما هیڅ نه کېدل.

لږ وروسته د موټر د تلو اواز راغی. زه بیا کړکۍ ته ورغلم. پرده مي کش کړه. د مخامخ کور دروازه خلاصه پاته وه. په کوڅه کي د د دوی د کور دېوال خړ را ښکاره سو.

سهار سو. زه له معمول سره سم دوکان ته روان سوم. د دروازې مخ ته یو کوچنی ګلابي شی پروت وو. ور نژدې سوم. د هغې نجلۍ د ښوونځي هغه ګلابي بکس وو. را پورته مي کړ، تر دروازې ورغلم.

بیا مي را په یاد سوه، هلته خو اوس هیڅوک نه سته.

ډېر وخت بکس په لاس همداسي ولاړ وم. بیا نه پوهېږم ولي، خپل کور ته مي دننه راوړ.

مېرمني مي وپوښتل:

«دا د چا دئ؟»

بکس مي پر مېز کښېښاوه. جواب مي ورکړ:

«د هیچا نه...»

۵کتل

ستوري

تر اوسه رایې نشته. لومړی تاسو یې ورکړئ

شریک کړئ

بیرته کور ته