نوي لیکنې

د دوو ګوتو فاصله

هغه د کلمو کیمیاګر وو، فکر ئې کاوه چي د انسان د ذهن، احساساتو او چلند د هر حالت لپاره یوه کلمه پېژني، باور ئې دا وو چي په نړۍ کي داسي هېڅ غم او مینه نسته چي د بیانولو لپاره ئې کوم توری نه وي. د انسان وظیفه فقط توري ورته لټول دي. او دی ډاډه وو چي د کلمو پر دې لطیف هنر ئې بشپړ بری موندلی دئ.

او بیا د ده ژوند ته داسي ښځه راغله چي ډېري لږ خبري ئې کولې.

د لومړۍ لیدني په آخر کي ئې ترې وپوښتل:

- ته ولي دومره غلې یې؟

هغې موسکا وکړه. د دواړو لاسونو د ګوتو څوکي ئې سره یو ځای کړې.

- تر څو هغه څه هم په خبرو کي شامل پاته سي چي ویل کېدلای نه سي.

دوی به اکثره وخت د سیند پر غاړه پر یوه زاړه بېنچ کښېنستل. ده به د کتابونو، وخت، میني او مرګ خبري کولې، هغې به اورېدلې، څه به ئې نه ویل، د ده سترګو ته به ئې کتل، یوه وړه موسکا به ئې پر شونډو تېرېدل، سر به ئې ټیټاوه او د ده پښو ته به ئې کتل. همدا به په هري لیدني کي تکرارېدل. د خبرو په منځ کي به ئې تل د ګوتو څوکي سره مښلولې، لکه په لاسونو کي چي ئې هم کومه خبره روانه وي.

یوه ورځ چي دی د میني پر فلسفې ګړ وو، ناڅاپه ئې وپوښتل:

ـ زه چي د میني خبري کوم، ته غلې کېږې ولي؟

هغې چي د ده پښو ته کتل، وې ویل:

- مینه تورو ته اړتیا نه لري...که میني ته توری ورکړم، مینه به یوازي د هماغه تورو په اندازه پاته سي.

ده وخندل:

- عجیبه ساده یې، توري شیان خوندي ساتي.

هغې چي لا ئې سترګي د ده په بوټو کي وې، وویل:

- چوپتیا ښايي هغه شیان خوندي ساتي چي تر تورو لوی وي.

د ده خبري بیا پیل سوې...

یو ماښام هغې ورته وویل باید ښار پرېږدي. د وروستي ځل لپاره پر هماغه بېنچ سره کښېنستل. ده ډېري جملې له ځان سره په زړه کي تېري کړي. یوه به ئې جوړه کړه، بله به تر هغې ښکلې ورته پیدا سوه. بیا به ئې هغه هم پرېښوده. د وخت هغه څو شیبې تر ټولو هغو تورو درنې وې چي ده ټول عمر زده کړي وه. دواړه غلي وه.

هغې خپل لاس پر بېنچ د ده لاس ته نژدې کښېښود، دومره نژدې چي لمسولای ئې سوای، خو لمس ئې نه کړ. ده ته ئې وکتل او بیا ئې د دواړو لاسونو تر منځ فاصلې ته. د دې د سترګو په تعقیب د ده هم د دواړو لاسونو تر منځ هغه پاته لږ واټن ته پام سو. د دوو ګوتو د لږ واټن پر وړاندي، د ده هنر او ټوله کیمیاګري بې ‌وسه وه. سترګي ئې واړولې د سیند څپو ته.

هغه وپاڅېده، څو قدمه ولاړه، مخ ئې ور واړاوه، د ده په سترګو کي ئې وکتل، موسکا ئې وکړه او ولاړه.

بیا ئې هیڅکله یو بل و نه لیدل.

کلونه وروسته چا له ده څخه وپوښتل:

- د تورو کیمیاګره، ستا د ژوند تر ټولو ښکلې جمله کومه یوه ده؟

بوډا خپل لاس پر مېز کښېښود او د خپل لاس تر څنګ ئې تش ځای ته وکتل.

- لاس مي د یو لاس پر څنګ پروت وو. زما له لاسه دوې ګوتي لیري.

سړي ورته وکتل:

- همدا جمله؟

بوډا موسک سو.

- هغه جمله د ژبي نه وه، د ګوتو په برخه رسېدلې وه.

بیا ئې د خپل لاس تر څنګ هغه تش ځای لمس کړ. له ځانه سره ئې دا جمله وویل:

- د دوو ګوتو هغه واټن فقط زما دوو ګوتو طی کولای سوای...

محمد سمیع صادق

۱۱کتل

ستوري

۵.۰۱ رایې

شریک کړئ

بیرته کور ته