لنډه قصه
نوستالجیا
نن بیا یوازي وم.
ما تل یوازیتوب خوښ کړی دئ. نه په دې چي خلک مي نه خوښېږي، ځکه چي یوازیتوب د یوه زاړه مېلمه لپاره دروازه خلاصه پرېږدي.
نوستالجیا!
ډېره شرمیندوکې ده، لږ ډارنه هم ده. تر هغه وخته انتظار کوي چي د خلکو ږغونه ورک سي او نړۍ غلې سي. بیا په کراره راسي، زما څنګ ته ځان را ټول کړي او تر لاس مي ونیسي.
نن ماښام هم راغله.
نه پوهېږم په خپله راغله، که هغه سپین ږیري له ځانه سره راوسته.
د لمر وروستۍ رڼا د سړک پر غاړه پرته وه. ما له کړکۍ دباندي کتل. یو سپین ږیری مي تر سترګو سو. په وړو وړو ګامونو روان وو. له هر ګام سره به لږ ښي او بیا چپ ته زنګېدی.
همدلته مي سترګي ورباندي ودرېدې.
سړی پردی وو، خو تګ ئې پردی نه وو.
نه پوهېږم څو شېبې به مي ورته کتلي وي. بیا ناڅاپه د مالمو سړک زما له سترګو ورک سو.
زما تر پښو لاندي فرش نه وو.
خاوري وې. د ماشومانو ږغونه وه.
لمر د کورونو تر شا پټېدی.او زه بیا ماشوم وم.
زما د ماشومتوب په سلطنت کي یو پاچا اوسېدی. هر ماښام به زموږ په کوڅه کي تیرېدی، خدای خبر چیري تلی...
هر ماښام، چي به د لمر حکومت ختم سو او کوڅې به له موټرانو، موټرسېکلانو او بایسکلانو څخه د ماشومانو په واک کي ولوېدې، زموږ نړۍ به هماغه وخت پیلېده.
موږ به یو د بل پسې دومره منډي وهلې چي سږي به مو له خندا سوځېدل. د پټ پټاني په لوبو کي به مو ځانونه د دېوالونو او درختو تر شا پټول، لکه د کائناتو تر ټولو ستر راز چي د یوې وني یا دېوال تر شا د پټ ملګري پیدا کول وي.
موږ هیڅ نه درلودل، خو له لمر لوېدو سره سم به د ماښامونو شهزاده ګان سوو.
او د هغو ماښامونو پاچا هغه وو.
یو سپین ږیری.
زموږ په کوڅه کي به ئې په ډېر کرار ګام تګ کاوه، لکه د ټول عمر لپاره چي ئې له همدې خاوریني لاري سره ژمنه کړې وي.
سپیني جامې. توره سدرۍ. سپینه لنګوټه، چي د زوړ نسل وقار پکښي نغښتی وو. غټي کټه بیني عینکي. پاک خرېیلي برېتونه. لنډه سپینه ږیره.
وخت ئې پر اوږو د کلونو دروند بار ایښی وو، ځکه ئې ګامونه هم ورو سوي وه. په وړو وړو ګامونو به ښي او چپ ته زنګېدی. زوړ عمر بالاخره په دې زانګو کي هر څوک زنګوي.
موږ به په خپل منځ کي ورته «حاجي غوږ غوړ» ویل.
خو چي ورسره مخامخ به سوو«حاجي صاحب» به مو باله.
هغه درناوی چي ماشومان ئې د مشرانو لپاره تر دې مخکي احساسوي، چي لا د احترام په معنی هم نه وي پوه سوي.
هغه به چي په تت ماښام کي زموږ د ناجوګانو په ډکه کوڅه کي را ښکاره سو، له شوپرکانو سره به زموږ لوبي ختمي سوې. موږ به د هغو مرغانو په څېر ورمنډه کړه چي خپلي آشنا وني ته ستنېږي.
«حاجي صاحب... زما غوږ را وپېچه!»
«یا، اول زما!»
«زما، زما!»
زموږ چیغو به له هري خوا هغه محاصره کاوه.
هغه به په داسي حوصله موسکی کېدی چي ښايي یوازي زاړه عمر ته ورپه برخه وي. یو په بل پسې به ئې زموږ غوږونه په نرمي راپېچل. کله کله به ئې دومره وپېچل چي هغه کوچنی «ټک» به ئې ځني وایست چي موږ ئې غوښتنه کوله.
او موږ به داسي خندل لکه د پاچا له لاسه چي مو مډالونه اخیستي وي.
هیڅ درد نه وو پکښي.
اوس چي شا ته ګورم، پوهېږم چي هغه یوازي زموږ غوږونه نه راپېچل، هغه په خاموشۍ خپل ځان زموږ له ماشومتوبه سره غوټه کاوه.
هغه وخت موږ دا تصور هم نه کاوه چي موږ یادونه راټولوو. موږ فکر کاوه چي یوازي یو بل ماښام تېروو.
کېدای سي د وخت تر ټولو لویه دوکه همدا وي.
کله چي په یوې شېبې کي ژوند کوو، فکر کوو چي دا خو د ژوند یوه بله عادي شېبه ده. کلونه وروسته حافظه ترې پرده پورته کړي او را و ئې ښيي چي هغه د خوښۍ یو بشپړ فصل وو، چي د یوه عادي ماښام جامې ئې اغوستي وې.
موږ هم نه پوهېدو چي یوه ورځ به همدا څو ثانیې، چي په هغه سپېره کوڅه کي به د یوه سپین ږیري شاوخوا ولاړ وو، زموږ د ژوند قیمتي شتمني وګرځي، دومره قیمتي چي بدیل به ونه لري، او دومره باریکه چي فقط ئې په اوښکو لمسولای سو.
همدا نوستالجیا ده.
ځیني خاطرې د ذهن په المارۍ کي نه، بلکي د روح په زېرخانو کي ژوند کوي. کلونه پرې واوړي، خو د یوې وږمې، یوې نغمې، یوې کوڅې، یا د یوه ماښام د توري رڼا په پلمه بیا د زړه بام ته را پورته سي. انسان له نن څخه وباسي او پرون ته ئې یوسي.
هغه خوږ درد چي نه انسان غواړي ترې خلاص سي او نه ئې بیا په بشپړه توګه ژوندی کولای سي.
ډېری وخت حیران سم چي زموږ په ژوند کي به څومره پردي انسانان په پټه زموږ د ژوند برخه ګرځېدلي وي. نه ئې کله زموږ پر دسترخوان ډوډۍ خوړلې وي، نه ئې زموږ د زوکړي ورځ لمانځلې وي، نه زموږ له خوبونو او ارمانونو خبر وي، خو بیا هم زموږ د حافظې د غټي کلا په کومه نامعلومه کوټه کي ئې د تل لپاره دېره اچولې وي.
هغوی د هغو ونو په څېر وي چي هره ورځ ئې تر څنګ تېرېږو او چنداني پام نه ورته کوو. فقط هغه وخت ئې احساس راته پیدا سي چي نور نه وي. چا کښلي وي. او ناڅاپه هماغه لاره چي هره ورځ مو پرې تګ راتګ کاوه، راته پردۍ ښکاره سي.
حاجي صاحب هم زما لپاره همداسي یوه ونه وه.
نه پوهېږم نوم به ئې څه وو، کور ئې چیري وو. خو عجیبه ده، د هغه د ګوتو یو کوچنی «ټک» لا هم زما د حافظې په یوه ګوټ کي ژوندی دئ.
کله کله فکر کوم جنت ښايي یوازي هغه ځای نه وي چي له مرګ وروسته زموږ په انتظار وي. کېدای سي جنت د هغو ماښامونو ټولګه وي چي موږ هیڅکله نه وو پوهېدلي جنت وه، تر هغه وخته چي په یادونو بدله سوه.
غواړم یو ځل بیا په هماغه له دوړو ډکه کوڅه کي ودرېږم، په هغه شېبه کي چي لمر د بامونو شا ته پټېږي. د خپلو ملګرو ږغونه واورم چي نارې راوهي. د خپلو لڅو پښو لاندي د خاورو نرمه تودوخه احساس کړم.
او بیا، لږ لیري، هغه آشنا څېره ووینم.
سپیني جامې.
توره سدرۍ.
سپینه لنګوټه.
غټي کټه بیني عینکي.
په وړو وړو ګامونو زموږ پر لور را روان، د ماښامونو پاچا، حاجي غوږ غوړ.
یو ځل بیا به ماشومان ورمنډه کړي.
یو ځل بیا به د کوم ماشوم ږغ پورته سي:
«حاجي صاحب، زما غوږ!»
«اول زما!»
«زما، زما!»
یو ځل بیا به هغه موسکی سي.
یو سپین لاس به را اوږد کړي. ګوتي به ئې په نرمۍ د یوه کوچني ماشوم غوږ ونیسي. له غټو کټه بینو عینکو تر شا به ورته وګوري، لږ به ئې وپېچي...«ټک». ماشوم به یوه کراره چیغه وکړي.
او موږ به پر نسونو لاسونه ونیسو.
وخاندو. وخاندو. وخاندو...
د یوه موټر هارن له خیالونو را ویستمه. سترګي مي ورپولې.
نه هغه کوڅه وه.
نه خاوري.
نه ماشومان.
بیا مالمو وه.
هغه سپین ږیری لا هم د سړک پر غاړي روان وو. څو ګامه نور هم تللی وو. په وړو وړو ګامونو، لږ ښي، لږ چپ.
تر ډېره مي پسې کتل.
نه پوهېږم ولي مي زړه غوښتل ورپسې منډه کړم.
ورته ووایم:
«حاجي صاحب...»
خو هغه...هغه حاجي صاحب نه وو.
او زه هم نور هغه ماشوم نه وم.
سپین ږیری یوې کوڅې ته ور کاټ سو او ورک سو.
څو شېبې همداسي ولاړ وم.
سړک بیا له موټرانو ډک وو. څراغونه بل وه. خلک په خپلو لارو روان ول.
خو زه لا په بشپړه توګه نه وم را ستون سوی.
نوستالجیا لا زما څنګ ته ناسته وه.
لاس ئې زما له لاسه نه وو ایستلی.
محمد سمیع صادق



