نوي لیکنې

پاڼه بېرته راکړه

لنډه قصه

پاڼه بېرته راکړه

هغه مازدیګر باد یو څه ډېر په عجله کي وو. د مالمو باد وي همداسي. سمندر له ځانه را شړلی وي، دی آواره پر سړکانو او کوڅو کي وارخطا او سرګردانه دوري هوري ځغلي.

د سړک دوړي ئې هم په مخه کړي وې، تېز و تند روان وو. د ونو له پکو څانګو څخه ئې ژړي پاڼي په حمله را بېلولې او د ښار واړه، سپک او بې‌ څښتنه شیان، چي چا ئې پوښتنه هم نه کول، له ځانه سره ګرځول: رسیدونه، د اخبار ټوټې، د سګرېټو پوچکان او د کاغذ پرزې. خلک به ولي د ده له منګولو دا امبار را خلاصوي او خوندي کوي بې، چي خپله ئې ایسته اچولي ول.

زه پر پیاده رو د باد پر مخ روان وم چي د کاغذ یوه پاڼه په رغړېدو، رغړېدو له لیري زما پر لور را روانه وه. پر مځکه ئې کرملاغونه وهل، وا به وښته، را وا به وښته، پر ډمبر به ئې کله ملا ومښته، کله به پر سینه کش سوه، باد به پورته وغورځول، بېرته به را ولوېده. له همدې کرتبونو ستړې تر ما را ورسېده او پر پښه مي را وپېچل سوه.

لکه له باده چي پناه راوړي وي زما و قدمو ته!

ودرېدم.

څو شېبې مي ورته وکتل. ستړې ښکارېده، لکه له ډېر ليري چي راغلې وي او بالاخره زما پښو ته رسېدلې او تسلیم سوې وي. باد خپل ټول زور په ولګوی، خو زما پښه ئې ټینګه نیولې وه، ایله ئې نه کړه. څلور سره کونجونه ئې داسي تېز رپېدل لکه اوس چي بې‌ ظالم باد دا څلور واړه غړي ور وشکوي او له ځانه سره ئې والوزوي.

ور ټیټ سوم، ژر مي را واخیسته.

پاڼه پر منځ کت سوې وه. د یوه کونج غوږ ئې پرې وو. باد وهلې وه. پر مخ ئې د چا د لاس لیک وو.

باید بېرته مي ایښې وای.

خو له خښیني هوا ئې پناه زما و قدمو ته راوړې وه، څنګه مي بېرته و مرګونو څپو ته ور سپارلې وای؟

وخت د ژوند دومره مزل راباندي وهلی وو چي د نورو د پټو کیسو د رابرسېره کولو تنده راکي مړه سوې وه. اوس نو پوهېدم چي د بل انسان شخصي خبري د تړلي وره په شان دي، او شریف سړی د تړلو دروازو له سوریو نه ور ګوري.

نور نو شریف سوی وم.

خو سترګي مي پر لومړیو دوو ټکو ولګېدې:

زما محبوبې!

په ځان خبر نه وم چي پر شونډو مي یوه موسکا غلې غوړېدلې وه.

یو وخت زه هم د عاشقانو د دې زړې او لېونۍ قبیلې په قوم وم.

د سړک دواړو خواوو ته مي وکتل.

هېڅ چا په کوم ورک سوي لیک پسې منډي نه را وهلې. نه چا په وارخطایۍ جېبونه پلټل. نه هم کوم موټر د دې لیک په لټه شا و خوا ولاړ وو.

پر دې خالي لاري یوازي موږ درې وو:

زه، پاڼه او دا شله باد.

لیک مي شروع کړ، ومي لوست:

زما محبوبې!

مخکي له دې چي فیصله وکړې چي زموږ تر منځ نور هېڅ نه دي پاته، یو وار دا هم در په یاد کړه چي یو وخت زموږ تر منځ هر څه وه.

دلته لږ تم سوم.

د خپل تېر ژوند یوه غمیزه مي پکښي ولیده.

بیا مي ولوستل:

هغه د ژمي یو ماښام دي په یاد دئ چي آخري بس راڅخه ولاړ او موږ په ماتاوۍ کي پلي کور ته روان سوو؟ ټوله لار دي جنجال کاوه چي زما له لاسه بس ولاړی، خو لاس دي یوه شېبه هم زما له لاسه جلا نه کړ.

هغه کوچنی کافي شاپ در په یاد کړه چي موږ به ئې د کړکۍ څنګ ته کښېنستلو. ما چي به دباندي کتل، زما د قهوې بوره به دي غلا کوله، سره له دې چي ستا خپله قهوه به لا له مخه ډېره خوږه وه. ما به قصداً ځان درته په قهر کاوه، ځکه زما پر قهر تا ته خندا درتله، او ما نوره غوښتل چي و ئې وینم. ستا خندا بې‌حده راباندي ګرانه ده.

او هغه شپه چي برق ولاړ او موږ پر بام ناست وو. ما ویل، تیاره دنیا کوچنۍ کوي. تا ویل، تر څو چي په دې دنیا کي ته راسره ئې، دا دنیا ډېره غټه ده.

هغه احمقانه جنګونه مو در په یاد کړه چي په دا سبا به مو په یاد هم نه وه چي ولي مو کړي ول. اوږده مزلونه در په یاد کړه چي په ساعتو به مو خبري نه وې سره کړي، خو کور ته به داسي ستنېدو لکه هر څه چي مو یو بل ته ویلي وي.

یوازي هغه څه مه یادوه چي خراب ول او مات سول. دا هم در په یاد کړه چي تر ماتېدو مخکي څه موجود وه، څه ښه وه.

دلته لیک درېدلی وو.

د پاڼي یوه لیکه تشه وه.

ښايي لیکوال هم دلته یو څه وخت درېدلی وي، دردېدلی وي.

زه هم ودرېدم.

د ده پر درد، او هم پر خپل یوه زاړه درد تم سوم.

بیا لاندي لیکلي ول:

زه نه درته وایم چي هغه درد هېر کړه چي ما درکړی دئ. د دې غوښتني حق هم نه لرم. یوازي دا درڅخه غواړم چي زموږ وروستی فصل ټول کتاب مه ګڼه.

که باید ولاړه سې، ولاړه سه.

خو ځان ته دا مه وایه چي موږ تل بدمرغه وو.

زموږ د وروستیو ورځو د ګناه جزا زموږ ښکلو ورځو ته مه ورکوه.

او د پاڼي په پای کي لیکلي وه:

یو وخت تا هم له ما سره مینه درلوده.

نوم نه وو.

زه د سړک پر غاړه ولاړ وم او پاڼه مي په لاس کي نیولې وه.

ناڅاپه کاغذ ډېر دروند سو.

چا به دا لیکلی وي؟

ښايي کوم چا په ډېر فکر لیکلی، کت کړی ئې وي، په جېب کي ئې ایښی او د محبوب پر لور روان سوی وي، خو تر دې مخکي چي د ده جرئت خپل کار وکړي، باد خپل کار کړی وي.

یا ښايي محبوب ته رسېدلی وي.

هغې لوستی وي، یا ښايي لوستی ئې هم نه وي، همداسي ئې پر سړک د نورو سپکو اشغالو منځ ته ور غورځولی وي.

دې خیال تر ټولو ډېر خفه کړم.

ما داسي څوک تصور کړ چي د جواب په انتظار تک تنها به یو ځای ناست وي...خو د ده خبري د ښار پر سړکونو د باد لوبه ګرځېدلې وه.

بیا بل خیال راغی.

ښايي دا لیک اصلاً د لېږلو لپاره نه وو.

په خیال کي مي یو څوک ولید.

یوازي پر مېز ناست دئ.

لیکي. ودرېږي. بیا ولیکي.

تر هغه چي د زړه ټول شور ئې پر کاغذ توی سي او په ده کي یوازي ستړیا پاته سي.

بیا پاڼه په دواړو لاسونو ونیسي.

د څیرلو هڅه ئې وکړي.

خو لاسونه ئې ورېږدي او ودرېږي.

زه په دې درېدو پوهېدم.

ځیني خبري... لیکل ئې اسانه وي، خو له منځه وړل ئې نه. کله چي درد په جمله بدل سي، بیا یوازي درد نه وي. شکل پیدا کړي. وجود پیدا کړي. ته ئې په خپلو ګوتو کي نیولای سې. لمس کولای ئې سې.

ته کاغذ نه څیرې.

ته هغه لاس څیرې چي د سپوږمۍ په رڼا کي دي نیولی وو. ته د کافي شاپ له کړکۍ سره هغه غلا سوې بوره څیرې. ته هغه انسان څیرې چي ته هغه وخت وې، کله چي ته هم محبوب وې.

ښايي د هغه لاسونو دا کار نه سوای کولای. ښايي کړکۍ ئې خلاصه کړې وي. او پرېکړه ئې باد ته سپارلې وي.

هغه ظالم باد چي اوس ئې احساس په کوڅو کي په لغتو وهي.

ما لیک یو ځل بیا ولوست. بیا مي په ډېر احتیاط پر هماغه زاړه کت، کت کړ.

یوه شېبه مي فکر وکړ چي بېرته ئې همدلته پرېږدم. آخر زما خو نه وو.

خو باد له شا څخه راته کتل. په لکۍ ئې د پاڼي څنډي راڅخه کشولې.

لیک مي د کوټ په جېب کي کښېښود.

په دې پوه نه سوم چي محبوب پاته سو که ولاړ، لیک ورک سوی وو، غورځول سوی وو، که چا په لوی لاس باد ته سپارلی وو.

له هغې ورځي وختونه تېر سوي دي. هغه لیک لا هم راسره دئ.

کله کله، د شپې ناوخته چي باد زما د کور دروازه ټینګه ټینګه په لغتو ډبوي او کړکۍ په سوکانو دربوي، پوهېږم چي وايي:

پاڼه بېرته راکړه.

محمد سمیع صادق

۱۰کتل

ستوري

تر اوسه رایې نشته. لومړی تاسو یې ورکړئ

شریک کړئ

بیرته کور ته