د روان کال ۲۰۲۶ د می پر۱۵ ، د هند د ستري محکمې قاضي القضات سوریا کانت یوې قضیې ته د غوږ نیولو پر مهال د جعلي تحصیلي سندونو او بې روزګارۍ په اړه داسي څرګندونې وکړې چي په ټول هېواد کي ئې پراخ بحثونه راوپارول. د هغه په خبرو کي یوه جمله ډېره مشهوره سوه، داسي تعبیر سوه چي ګواکي بې روزګاره ځوانان د ټولني کاکروچ یعني خزدکي او پرازیتونه دي. که څه هم وروسته قاضي صاحب وویل چي خبري ئې له اصلي مفهومه ایستل سوي او هدف ئې ټول بې روزګاره ځوانان نه ول، خو تر هغه وخته خبره تر عام ولسه رسېدلې وه.
د هند یو ځوان ټولنیز فعال ابیجیت دیپکې په طنزي ډول پر ټولنیزو رسنیو ولیکل: ((که دا ټولي خزندې سره راټول سي، نو څه به وسي؟)) دا پوښتنه په څو ساعتونو کي په یوه خوځښت بدله سوه.
زرګونه نه، بلکه میلیونونه ځوانان ورسره یوځای سول. د کاکروچ جنتا پارټي یا CJP په نوم یو مجازي سیاسي حرکت رامنځته سو. د دې غورځنګ ټولنیزي شبکې په بې ساري سرعت جوړي سوې او د غړو شمېر ئې د هند له ډېرو سیاسي ګوندونو له پلویانو هم واوښت. هغه څه چي په پیل کي یوه ټوکه ښکارېده، ډېر ژر د هند د ځوان نسل د ناهیلۍ، بې کارۍ، د امتحانونو د فساد، اقتصادي ستونزو او سیاسي بې باورۍ سمبول وګرځېدل.
د دې غورځنګ پیغام ساده وو، کله چي واکمنان خپلو ځوانانو ته د ستونزي په سترګه ګوري، نو ځوانان هم کولای سي چي خپل ږغ په یوه ځواک بدل کړي.
له هنده به راسو افغانستان ته، دلته کیسه ژوره او دردناکه ده.
د افغانستان میلیونونه ځوانان ښايي په رسمي ډول خزدکي نه وي بلل سوي، خو د وروستیو کلونو پالیسۍ دوی ته دا احساس ور پیدا کوي لکه دوی چي د ټولني مهمه برخه، انسانان، نه وي.
چيري چي نجوني له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومېږي، کله چي ښځي له کار څخه ایستل کېږي، یا د عصري زده کړو پر ځای یوازي یوه فکري لاره تشویقېږي، یا هم دا چي د دولتي دندو دروازې تر ډېره هغو کسانو ته خلاصي وي چي د نظام د جګړې یا مذهبي جوړښت برخه پاته سوي وي، نو زرګونه ځوانان دا پوښتنه له ځانه کوي: ((نو زموږ ځای چيري دئ؟))
د افغانستان د اوسني نسل ډېری ځوانان نه د جنګ برخه ول، نه د تېرو لسیزو د جګړو لوبغاړي ول او نه هم د نننیو پرېکړو جوړوونکي دي. هغوی په داسي زمانه کي زېږېدلي دي چي نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، ساینس، نړیوال اقتصاد او ټکنالوژۍ پر لور روانه ده. دوی ښوونځي غوښتل، پوهنتونونه ئې غوښتل، مسلکي ژوند ئې غوښت، خو اوس ځان د یوې داسي معادلې مخې ته ویني چي پکښي د دوی د مهارت، استعداد او عصري زده کړو ارزښت ورځ تر بلې کمېږي.
همدلته د کاکروچ رعیت اصطلاح له افغان واقعیت سره یو نوی تړاو پیدا کوي.
د هند ځوانانو د سپکاوي یوې کلمې ته د مقاومت بڼه ورکړه. خو د افغانستان ځوان نسل لا هم د خپل ږغ، خپل ټولنیز او سیاسي حضور او خپل راتلونکي لپاره د مناسبي لاري په لټه کي دي.
د افغانستان هېواد لویه برخه نفوس د ځوانانو دئ ، هغه نسل چي د انټرنېټ، ټولنیزو رسنیو، نړیوالو اړیکو او نوي نړۍ له تصور سره را لوی سوی دئ. دا نسل د خپلو پلرونو او نیکونو په څېر یوازي د اورېدو نسل نه دئ، دا د پوښتنې، پرتله کولو او فکر کولو نسل دئ.
همدا نسل هره ورځ ویني چي د ده د عمر خلک په نورو هېوادونو کي پوهنتونونو ته ځي، شرکتونه جوړوي، اختراعات کوي، مصنوعي ځیرکتیا رامنځته کوي او د خپلو ټولنو په جوړولو کي برخه اخلي. بیا خپل ژوند ته ګوري او پوښتي: ((ولې موږ له دې کاروانه پاته یو؟))
مسئله فقط د نجونو د ښوونځیو نه ده، که څه هم دا خپله یوه ستره ملي فاجعه ده. مسئله دا ده چي کله یو نظام د ټولني نیمایي برخه له زده کړو او کار څخه محروموي، نو په حقیقت کي د ټول ملت نیمایي فکري او اقتصادي ځواک فلجوي. له بلي خوا، که دیني زده کړي له معاصر ساینس، ټکنالوژۍ، اقتصاد او انتقادي تفکر سره یو ځای نه سي، نو افغانستان به د نړیوال رقابت له کاروانه نور هم وروسته پاته سي.
د هر ملت ستره پانګه د هغه ځوانان دي. که ځوان نسل ته یوازي د اطاعت، خاموشۍ او محدودیت درس ورکړل سي، نو پایله ئې یوه داسې ټولنه ده چي تخلیق پکښي کمېږي، پوښتني مري او پرمختګ کرار کېږي.
د افغانستان Gen Z نسل (ځوان نسل) لا هم د دې خاموشۍ منلو ته آماده نه ښکاري. دوی پوهېږي چې انسان فقط د ژوند کولو لپاره نه، بلکه د انتخاب، زده کړي، ودي او د هیلو درلودلو لپاره هم پیدا سوی دئ.
د افغانستان د راتلونکي اصلي جګړه ښايي د وسلو جګړه نه وي، بلکه د فکر، پوهې، آزادۍ، فرصتونو او انساني کرامت جګړه وي.او د دې جګړې اصلي لوبغاړي به همدا ځوانان وي.
محمد سمیع صادق



