نوي لیکنې

د عبدالمالک بېکسیار غزل

چاته تر ژوند پس تم کېدو کښتۍ روانه مې کړه

ړنګه د وخت په ډوبېدو کښتۍ روانه مې کړه

عقل چې مینه کې کړل دواړه لاسه پورته مات شو

د تخیل په ارادو کښتۍ روانه مې کړه

باد زمزمې کولې زه هم پسې وخوځېدم

او تکه سپینه د سپېدو کښتۍ روانه مې کړه

له هرې خوا مې اورېدې الوداع ګونګې چیغې

زېړ مازیګر، لمر په لوېدو کښتۍ روانه مې کړه

عجیبه شپه وه چم کې هېڅوک د زړه خوالې نه و

بس په اسره د چا پردو کښتۍ روانه مې کړه

خدایزده چې څومره مې د فکر بېړۍ هلته دمه

اول مې پاکه له ګردو کښتۍ روانه مې کړه

له میکدې چې را بهر، وم وزرماتی مرغه

په ځنګېدو په ځنګېدو کښتۍ روانه مې کړه

زه بچ کېدم، که ډوبېدم، ایسارېدلی نه شوم

او په ارمان ستا د لیدو کښتۍ روانه مې کړه

ماڼو بې سد، باد و باران توپاني کړې شپه کې

له سره چور په تېرېدو کښتۍ روانه مې کړه

څو بېکسیاره ستا په کلي غړپ اوبه هم نه وې

هسې په وچو په لندو کښتۍ روانه مې کړه

۱۳کتل

ستوري

تر اوسه رایې نشته. لومړی تاسو یې ورکړئ

شریک کړئ

بیرته کور ته