یو ځای خندا یو ځای سندره او چک چک خبرې
چېرته چې عقل ورک شي هلته کړي ټوپک خبرې
ټولې خبرې دې خوږې دي لیونۍ ګلالۍ
پر ما ګولۍ داسې لګېږي ستا دشک خبرې
داسې هم نه ده چې ټول عمر به خپه وي رانه
زما او د یار منځ کې راغلي ټک او پک خبرې
ما ترې خوله وغوښته جلۍ له ډېره قهره وویل
کاله له راشه، مړه دا دي د سړک خبرې؟
سمندر لمر غېږ کې نیولو او ماښام خورېدو
زما سر ستا په زنګون یار اوستا څک څک خبرې
په پښتونخوا به نه غږېو دا مې خپله خاوره
چې وخت یې راغی بیا کوو به په اټک خبرې
له کابل جانه رو رو خوند په کوچېدو بهرامه
نه د نوروز کېږي او نه د سمنک خبرې
۵کتل



