نوي لیکنې

د ګلمان شاه ودیر غزل

غزل

لکه د تېر په څېر یې و ګوره انجام نن سبا

له ګېره وتی مو د کلې دی امام نن سبا

ستا بلا واخلم در وارې شمه ، لوګی شم ساقي

درنه چپه نه شي کاواکه وړې بیا جام نن سبا

له ستوني مه رانیسه شور د یویشتمې پیړۍ

ژوند به روان وي زور به هم شي ستا تمام نن سبا

نن هغه بند او دغه بند ، سبا په بل څه بندیز

د بندیزونو پیټی دروند مې وړي دا قام نن سبا

د محتسب دوره دې دومره اوږده شوی ده چې

پردۍ تور سرې ډبوي هم سر عام نن سبا

بارت را اوري مې په خاوره له فضا د پنجاب

موږ د مباح علم په سر اخلو الزام نن سبا

غیږه دې دومره تنګه شوې چې له ځان پرته دې

بل درته نه ښکاري بچی هم د اسلام نن سبا

شکونه ورو ورو په یقین د بدلیدو خواته ځي

پر ما حاکم نه کړي غلام ابن غلام نن سبا

راشه مرهم شه دې ناسورو پرهرونو ته لږ

دا خاوره نه غواړي د وینو بل حمام نن سبا

۴کتل

ستوري

تر اوسه رایې نشته. لومړی تاسو یې ورکړئ

شریک کړئ

بیرته کور ته