نوي لیکنې

رېدى

هغه ايکي يو رېدى چې

تا د مينې ليک کې ايښى

په سرو مړاو مړاو پاڼو او سلګو راته لګيا شو

ستا د مينې او وفا کيسې يې وکړې

ستا په شونډو د مسکا کيسې يې وکړې

ستا د زړه هرې درزا کيسې يې وکړې

د حسرت او د سودا کيسې يې وکړې

ستا د غم او د ژړا کيسې يې وکړې

سر تر پايه راته ستا کيسې يې وکړې

د بې رحمې دنياګۍ نه يې خبر کړم

او هم ستا د بې کسۍ نه يې خبر کړم...

هغه ايکي يو رېدي مې

ټوله ورځ پسرلنۍ کړه

زمانه يې راژوندۍ کړه

رابرسېره يې کيسې کړې

راژوندۍ يې تېرې هېرې افسانې کړې

زما زړه يې کې د مينې تومنه شنه کړه

پکې بله يې د عشق داسې ډيوه کړه

چې زما تياره دنيا يې رارڼه کړه

دا متل اوس ډېر پيکه غوندې ښکاريږي

چې په يو ګل باندې نه پسرلى کېږي.

۴کتل

ستوري

تر اوسه رایې نشته. لومړی تاسو یې ورکړئ

شریک کړئ

بیرته کور ته